بازتاب نیوز

ولادي ستونزې؛ هرو دوو ساعتونو کې يوه افغانه مېرمن مري

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

ملګرو ملتونو وجهي صندوق ويلي دي، لا هم افغانستان کې مېرمنې د زېږون پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

يادې ادارې ويلي دي، ۵۰ سلنه افغان مېرمنې د زېږون پر مهال روغتيايي مرکزونو ته لاس رسی نه لري.

د يادې ادارې د مالوماتو له مخې، د مجهز روغتونو نشتون او ځينو سيمو کې روغتونو ته نه لاسری د دې لامل شوی دی چې هرو دوو ساعتونو کې يوه افغان مېرمن د زېږون پر مهال خپل ژوند وبايلي.

ويل شوي دي چې د نړۍ په سطحه هره ورځ ۸۰۰ مېرمنې مړې کېږي.

The post ولادي ستونزې؛ هرو دوو ساعتونو کې يوه افغانه مېرمن مري appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/ولادي-ستونزې؛-هرو-دوو-ساعتونو-کې-يوه-اف/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading