بازتاب نیوز

د بهرنيو چارو ايرانی وزير د دمشق په سفر وتلی

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د سوريې د سولې د خبرو د نوي پړاو پېليدو مخکې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف دمشق ته تللی دی.

د سوريې حکومت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي، جواد ظريف به له بشار الاسد سره د سولې په نوي پړاو خبرې وکړي.

خبرپاڼه کې ويل شوي دي، په دې ليدنه کې به د تهران او دمشق په همکارۍ هم خبرې وشي.

ټاکل شوې د دې خبرو اترو نوی پړاو د راتلونکي اوونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو د قزاقستان په استانه ښار کې چې په وروستیو کې یې نوم په نور سلطان بدل شوی، تر سره شي.

The post د بهرنيو چارو ايرانی وزير د دمشق په سفر وتلی appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-بهرنيو-چارو-ايرانی-وزير-د-دمشق-په-سفر/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading