بازتاب نیوز

يو جاپاني ته افغان تابعيت ورکړل شو

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د ناکامورا په نوم يو جاپانی چې د يوې خيريه مؤسسې مشري کوي او د ننګرهار په يو شمېر سيمو کې يې د کرنې او بيا رغونې برخه کې کارونه کړي دي، د افغانستان تابعيت ورکړل شو.

د ننګرهار د والي وياند عطالله خوګياڼي رسنيو ته ويلي دي، ولسمشر ناکامورا ته د ننګرهار ولايتي ادارې په وړانديز د افغانستان تابعيت منظوري ورکړې.

ناکامورا د ننګرهار په کامې، بهسودو، کوز کونړ او دره نور ولسوالۍ کې پارکونه، ويالې او کرنيزه برخه کې نورې رغنيزې پروژې پلي کړي دي، چې وخت نا وخت ترې خپله هم ليدنه کوي.

د يادو پروژو له لارې زرګونه جريبه ځمکه خړوبيږي او د ننګرهار په دره نور کې د يو لوی پارک سيال ته هره ورځ لسګونه خلک ورځي.

The post يو جاپاني ته افغان تابعيت ورکړل شو appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/يو-جاپاني-ته-افغان-تابعيت-ورکړل-شو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading