بازتاب نیوز

بحرين: سلګونه کسان محاکمه کېږي

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د راپورونو په حواله سپاه پاسداران سره د اړيکو په تور بحرين کې ۱۳۸ کسان محاکمه کېږي.

ويل شوي دي، يادو کسانو د سپاه پاسداران سره بحرين کې يوه ترهګره ډله جوړه کړې وه.

ځايي محکمې ويلي دي، هغه کسان چې محاکمه کېږي د بحرين تابعيت به ترې هم واخيستل شي.

محکمې ويلي دي، له سپاه پاسداران سره د اړيکو ترڅنګ يادو کسانو له حزب الله سره هم اړيکې لرلې او ايران، عراق او لبنان کې روزنه ورکول شوې وه.

د محکمې د پرېکړې له مخې ۶۹ کسان به په دايمي حبس محکوم شي.

The post بحرين: سلګونه کسان محاکمه کېږي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/بحرين-سلګونه-کسان-محاکمه-کېږي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading