بازتاب نیوز

نالوستي لیکونه / درېیمه برخه

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

عبدالباري جهاني

د امیر حبیب الله خان او نصرالله خان اړیکې:

په هغه اندازه چې امیر حبیب الله خان د هېواد د عصري کولو او عصري اصلاحاتو طرفدار و، په هغه اندازه یې ورور سردار نصرالله خان مذهبي سړی و. د پیرانو او حضرتانو تر اغېزې لاندي و او تقریباً یوازینی هدف یې له انګرېزانو سره جګړه کول او له سیمې څخه شړل ګرځولی و. سردار نصرالله خان پوهېدو چې انګرېزان، په افغانستان کې تر بل هر چا د امیر حبیب الله خان ملاتړ کوي او څو چې له هغه سره د انګرېزانو ملاتړ ملګری وي، د ده لپاره به د قدرت نیول ګران څه چې غیر ممکن وي. د سردار لپاره د قدرت د نیولو یوازینۍ لاره د انګرېزانو پر ضد د جهاد اعلانول او د خپل قدرت لپاره د لارې هوارول وو. د ده په فکر، امیر حبیب الله خان کولای شوای چې قدرت د خپل پلار په څېر، یوازې تر خپل ځان محدود کړي او بالاخره یې خپلو زامنو ته وسپاري. سردار نصرالله خان خپله چاړه په اوبو کې لیده؛ ځکه یې تر مرګه له خپل ورور سره جوړه ونه کړه.

د انګرېزانو استازی د ۱۹۰۸ ز کال د ډسمبر پر نهمه رپوټ کې لیکي: «سردار عنایت الله خان د هغو وظایفو په سرته رسولو کې، چې امیر تازه ورسپارلي دي، خپل لیاقت ښيي. دی سخت کار کوي او له کار سره ډېره علاقه ښيي. ده ته د ټول افغانستان د ملکي او نظامي چارو اداره سپارل شوې ده. امیر حبیب الله خان امر کړی دی چې د سردار عنایت الله خان پر کور باندې بیرغ ودرول شي. سردار نصرالله خان یوازې بهرنۍ چارې پرمخ بیايي او د هغه پر کور هم بیرغ رپېږي. له تېرو دوو میاشتو راهیسي، امیر او سردار نصرالله خان خپل وخت په سات تېري مصرفوي. امیر هغه له ځان څخه نه جلا کوي او د پخوا په خلاف یې زیاتره وخت له ځان سره ساتي. په دې توګه سردار عنایت الله خان ته د دې فرصت ورکوي، چې په دولتي چارو کې نور هم خپل نفوذ زیات کړي».

د انګرېزانو استازی د همدې میاشتې په شپاړسمه په خپل یوه بل رپوټ کې لیکي: «سردار عنایت الله خان ته ورځ تر بلې د امیر توجه زیاتېږي. امیر پخوا هغه ته هېڅ وخت دومره قدر نه و ورکړی، چې په بګۍ کې یې له خپل څنګ سره کښېنولی وای. په تېره اونۍ کې دوه ځلې لیدل شوي دي، چې هغه په بګۍ کې د خپل پلار له څنګ سره ناست وي. سردار عنایت الله خان په ډېرې هوښیارۍ سره د خپلې میرې، علیا حضرتي توجه ور اړوي او داسې ښکاري چې له هغه اړخه د ده پرمختګ ته کوم خطر متوجه نه دی».

له دغو رپوټونو او نورو تفصیلاتو څخه په څرګنده معلومېږي، چې سردار نصرالله خان په خپلو اندېښنو کې پر حقه و او باید چې په یوه چاره پسې یې کتلي وای.

د انګرېزانو استازی د ۱۹۰۸ ز کال د سپټمبر په دویمه په خپل رپوټ کې لیکي: «د ورځپاڼو دغه رپوټونه چې په کابل کې د یوه ښکاره بغاوت په باره کې خپاره شوي دي، ټول بې اساسه دي. په اوس حالت کې سیاسي وضعه دومره پېچلې ده، چې سړی په یقین سره نه شي ویلای، چې وروسته به څه پېښ شي».

کله چې زه په عامو محفلونو کې، سردار نصرالله خان او امیر یو ځای سره وینم؛ نو دا چندانې نه شم منلی چې هغه سردار چې زه یې په سترګو وینم او هغه سردار چې زه یې په باره کې دومره زیات شیان اورم؛ یو سړی دی. دی د امیر دومره اطاعت او درناوی کوي، چې حد نه لري او پرته له دې چې له ځان سره دې لږ غوندې سلا وکړي، د هغه ټول اوامر مني او عملي کوي یې. امیر هم سردار ته ډېره توجه کوي او د هغه له توجه څخه ګرانښت او اعتماد څرګندېږي. مګر دا یوازې د خلکو د تېر ایستلو لپاره ظاهري کارونه دي. د کابل اکثریت خلک پر دې عقیده دي، چې امیر په باطن کې له سردار څخه وېرېږي او د هغه د غوښتنو منلو ته مجبور دی او سردار چې هم د امیر دغه ظاهري احترام او اطاعت کوي، مطلب یې یوازې د اذهانو تېر ایستل دي. په حقیقت کې دی خپل کار کوي او خپل ورور امیر ته وفاداري نه لري.

د قدرت او صلاحیت په برخه کې زه یوازې دومره ویلای شم، څو چې امیر د هېواد پاچا وي، نو د هر څه قدرت ورسره دی. سردار د هغه نایب دی او تر هغه را لاندي قدرت او صلاحیت لري. مګر د نایب د صلاحیت ترڅنګ یې د ملایانو چمونو ته ملا تړلې ده او په دې توګه یې ډېر زیات قدرت تر لاسه کړی دی. هغه د نورو مذهبونو په مقابل کې د نفرت او تعصب په ښودلو سره خلک د ځان طرفدار کړي دي. تر هغو چې دغه حالات وي، نو ژر یا وروسته د یوه انفجار انتظار ایستل کېدلای شي. مګر خبرې دومره خرابې نه دي، چې چا ته دې په نږدې راتلونکې کې د حالاتو د ډېرو خرابېدلو اندېښنه پیدا کړي؛ دا البته په دې شرط چې داسې فوق العاده څه پېښ نه شي، چې حالاتو ته اني تغیر ورکړي».

امیر حبیب الله خان پوهېده چې هم د خپلو اصلاحاتو د پروګرام د عملي کولو، هم د تخت او تاج د ساتلو او هم د ژوندانه د عیش او عشرت او سات تېریو لپاره د انګرېزانو مرستې ته اړ دی او تر څنګ یې، په هماغه اندازه د پیرانو او مُلایانو ملاتړ ته ضرورت لري او که کله نا کله له هغوی سره سر ونه ښوروي، هغوی کولای شي چې له تخته یې وپرزوي او یا لږترلږه ستونزې ورته پیدا کړي. خو د هغه که له انګرېزانو سره مخالفت په وس پوره نه و، نو له مُلایانو او پیرانو سره یې هم ډغرې نه وهلې. امیر تر ډېره وخته پورې هم پر مېخ او هم پر نال وهلو پالیسي غوره کړې وه. کله چې به په ازادو قبایلو کې د جنګونو له زور اخیستلو سره په افغانستان کې د جهاد او غزا نارې پورته شوې، نو دی به د حضرتانو او اخوندانو ملګری شو او کله چې به پښتنو په جنګونو کې ماتې وخوړه او تلفات به یې ولیدل، نو امیر به هم له جهاد څخه لاس واخیست او حتی پر ضد به یې ودرېد.

د انګرېزانو استازی د ۱۹۰۸ ز کال د مې د یوویشتمې په رپوټ کې لیکي: «سردار نصرالله خان په دې وروستیو شپو ورځو کې، د تګاو یوه مُلا ته چې په ملاصاحب مشهور دی، څلور زره روپۍ ورکړې دي چې له غازیانو سره مرسته وکړي. دغه مُلا په تګاو کې ډېر نفوذ لري او امیر د کال ۱۵۰۰ روپۍ او څو خرواره غله ورکوي.

سردار نصرالله خان امیر ته پټه مشوره ورکړې وه چې په سر حد کې له غازیانو سره د مرستې لپاره یو ټولی پیاده او یو ټولی سپاره عسکر واستوي. امیر د سردار نصرالله خبره ونه منله، مګر دومره یې ورته وویل چې که افغانان غواړي په جنګ کې برخه واخلي، دی به یې را ونه ګرځوي؛ مګر عسکر به ځکه د جنګ لپاره سرحد ته ونه لېږي، چې له برېټانیې سره یې تړون کړی دی، چې نه به برېټانیه د افغانستان د حکومت پر ضد جنګ پیلوي او نه به د افغانستان حکومت د جنګ ابتکار اخلي. خو سردار له غازیانو سره پر مرستې باندې ډېر زیات ټینګار کوي او له هغوی سره له ډېرو پټو لارو مرستې کوي. په یوه کال کې د سردار د لیدلو لپاره، ډېرې زیاتې قومي جرګې راغلې دي. سردار د هغوی ډېر درناوی کړی دی. سردار دغه راز له ډېرو زیاتو ملایانو سره پرله پسې او پټې غونډې کړې دي».

د برېټانيې استازی د ۱۹۰۸ ز کال د مې د اتلسمې په رپوټ کې لیکي: «د ماسي صاحبزاده چې په مازون مشهور دی او ډېر زیات نفوذ او مریدان لري، د مې په درېیمه کابل ته را ورسېد. امیر په هغه ورځ د ټوپکو پر تمریناتو بوخت و. کله چې امیر ته د صاحبزاده د راتللو رپوټ ورکړل شو، نو هغه په سبا په ارګ کې خبرو ته بلنه ورکړه. په خبرو کې سردار نصرالله خان او څو تنه نور درباریان حاضر وو. امیر د مې په پنځمه، صاحبزاده ته شپاړس ټوپک او ۱۲۰۰ روپۍ ورکړې او هغه هم سمدستي له ۱۲۰۰ غازیانو سره د پېښور د سرحد پر لور جنګ ته روان شو. د تګاو د سپه سالار ورور محمدیار له امیر څخه تر اجازې اخیستلو وروسته، له ۴۰۰ جنګیاليو سره جنګ ته روان شو. د بتخاک یو مشهور مُلا چې له امیر څخه د کال څو سوه روپۍ اخلي، له ۶۰۰ جنګیالیو سره جنګ ته روان شو. هغه یو لیک امیر او سردار نصرالله خان او بل یې خپل کورته لېږلی او په هغو کې یې لیکلي وو، چې د شبقدر ښار یې نیولی او سوځولی دی او ډېر ژر به پېښور ونیسي. د دښمن په سل هاوو عسکر یې وژلي دي او خلکو ته چې دغه رپوټونه رسېږي، نو له خوشالیو په جامو کې نه ځایېږي.

د کوهستان خلکو هم د سرحد پر لور حرکت کړی دی. د کوهستان درې اخوندزاده ګان د مې په دویمه او دوه نور یې د مې په پنځمه کابل ته راغلل. دوی له سردار نصرالله خان سره وکتل او هغه پر شا وټپول. دغه اخوندزاده ګان د سل هاوو جنګیالیو په ملتیا جنګ ته روان شوي دي.

کله چې یو مُلا یا نور کسان امیر ته ورځي او له هغه سره په جهاد کې د برخې اخیستلو اجازه اخلي، نو امیر عموماً ورته وايي چې زه چاته په جنګ کې د برخې اخیستلو هدایت نه کوم، مګر څوک راګرځوم هم نه او هر څوک د خپلې خوښې اختیار لري. امیر معمولاً خپلې خبرې په دې خبرې سره پای ته رسوي، چې ځئ پر خدای مې سپارلي یاست.

ډېرو پوځیانو هم له امیر څخه په جنګ کې د برخې اخیستلو غوښتنه کړې ده او امیر ټولو ته دغه یو ځواب ورکړی دی. مګر امیر پوځیانو ته ویلي دي چې که په جنګ کې برخه اخلي، نو په عسکري یونیفورم کې به نه ځي، خو ټوپک ورسره اخیستلای شي.

په ډکه کې عسکري قوماندان ته هدایت ورکړل شوی دی، چې داسې اوازه ګډه کړي چې امیر هغه ته امر کړی دی، چې هېڅوک نه شي کولای، د امیر له اجازې پرته په جنګ کې برخه واخلي. قوماندان ته پټ ویل شوي دي، چې هېڅوک په جنګ کې له برخې اخیستلو څخه را ونه ګرځوي».

له انګرېزانو سره د جهاد کولو په مسئله کې د امیر دې شوق او تودوخې تر ډېره وخته دوام ونه کړ او هغه ډېر ژر د جهاد پر ضد داسې اقدامات پیل کړل، چې بیا تر ډېره وخته پورې چا د انګرېزانو پر ضد د غزا او جهاد نوم اخیستلای نه شوی. د انګرېزانو استازی د خپلو ورځنیو یاداښتونو په سلسله کې، د ۱۹۰۸ ز کال د مې په اتلسمه په خپل رپوټ کې لیکي: «د مې له دویمې څخه د مې تر شپږمې پورې په ارګ کې د مشورتي شورا په غونډو کې ډګروالانو، قوماندانانو، جنرالانو، سردارانو او د تورن له رتبې پورته مخورو او مهمو کسانو برخه درلوده. په دغو غونډو کې اعتمادالدوله عبدالقدوس خان، مستوفي الممالک محمدحسین خان، ایشک اغاسي او نور مهم کسان شامل وو (دا مهمه ده چې په رپوټ کې د سردار نصرالله خان نوم نه دی راغلی). د غونډې جریانات په مطلقه توګه محرم وو او هېڅ یوه خبره یې د باندې ونه وتله. امیر امر کړی و چې د غونډې هېڅ یوه خبره باید د باندې ونه ایستل شي. د مې په شپږمه د ماسپښين په څلورو بجو چې غونډه پای ته ورسېدله، د کابل مهمو کسانو ته اوامر صادر شول، چې د ټولو سیمو د هغو کسانو لېستونه برابر کړي چې له انګرېزانو سره د غزا په نیت له ښاره وتلي دي. دغه راز ټولو هغو کسانو ته چې سرحد ته یې د تللو خیال درلود، امر شوی دی چې د امیر په مخ کې حاضر کړل شي، څو په توقیف کې وساتل شي. دغه راز رپوټ ورکړل شوی دی چې د دې مشورتي شورا غونډې به د امیر په غیاب کې هم دوام کوي… له دې نېټې وروسته هېڅوک د غزا په نیت، له ښاره نه دي وتلي… امیر د ماسي صاحبزاده، چې له ۶۰۰ تنو سره له کابل څخه وتلی او د جهاد لپاره یې سړي او پیسې جمع کول، د نیولو حکم وکړ. رپوټ وايي چې صاحبزاده راوستل شوی دی؛ خو امیر ته نه دی پېش شوی او په بندیخانه کی ناست دی».

د انګرېزانو د استازي د مې دې درویشتمې له رپوټ څخه په څرګنده ښکاري، چې امیر د انګرېزانو پر ضد د جهاد او غزا په برخه کې خپل دریځ د مستوفي محمدحسین خان له هغه رپوټ څخه وروسته بدل کړ، چې د مشورتي شورا په غونډو کې یې وړاندې کړی او ویلي یې وو: «… برېټانیې تر اوسه پورې د غازیانو له لاسه دومره تلفات نه دي لیدلي، چې هغوی دې وارخطا کړي. له سرحد څخه راغلي رپوټونه فقط دومره وايي چې ډېر زیات شمېر غازیان له جنګیالیو سره یو ځای شوي او نور هم پر لارو دي. د بتخاک د ملا دغه رپوټ چې وايي، برېټانيې ته ډېر درانه تلفات اوښتي دي، بلکل دروغ ثابت شوی دی. د غازیانو مواد او منابع، حتی د عملیاتو په پیل کې دومره لږ دي، چې دوې ډوډۍ په یوه روپۍ نه پیدا کېږي. که د غازیانو شمېر نور هم زیات شي، نو دا خبره یقیني ده چې دوی به له لوږې مړه شي. په مقابل کې د غازیانو دښمنان دومره قوت او منابع لري، چې هېڅ وخت به له کمبود سره مخ نه شي او کولای شي چې جنګ ته څو کاله دوام ورکړي. امیر د دغه رپوټ په اورېدلو ډېر خوشاله شو او له هغه سره یې خپل بشپړ توافق وښود. یوه ورځ وروسته پر دغه رپوټ باندې بیا د دوو ساعتونو لپاره بحث وشو. مشورتي شورا د رایو په اتفاق، د محمدحسین خان له رپوټ سره موافقه وکړه او غونډه په هماغه ورځ پای ته ورسېده».

په زړه پورې خبره دا ده چې د مشورتي شورا له پای ته رسېدلو او د جهاد او غزا پر ضد د امیر له دومره سختو او قاطع اوامرو سره سره هم ځینو عالي رتبه مامورینو سرغړونه کوله او له غازیانو سره یې مرستو ته دوام ورکاوه. سردار نصرالله خان چې د خپل لوړ مقام او صلاحیت سره سره یې د مشورتي شورا په دومره مهمو غونډو کې برخه نه درلوده او یا برخه نه وه ورکړل شوې، تر پایه د غازیانو له ملاتړ څخه لاس وانه خیست او د هغه یو طرفدار او ملګري ناظر محمدصفر خان، چې امین اطلاعات یا د هغه وخت د استخباراتو رییس و، له غازیانو سره پټې مرستې کولې. د انګرېزانو استازی په همدغه رپوټ کې وايي چې: «ناظر محمدصفر خان غازیانو ته ۲۰۰ ټوپکونه ورکړل. امیر خبر شو او ناظر یې ځکه بندي کړ، چې د امیر له مر څخه یې سرغړونه کړې وه».

البته محمدصفر خان له سردار نصرالله خان سره د نږدې اړیکو لرلو له برکته، بېرته خوشې شو او یو څه وخت وروسته د بدخشان والي شو. په داسې حال کې چې د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې نه چا د هغه له امر څخه د دومره څرګندې سرغړونې زړه کولای شوی او نه یې د سرغړونې په صورت کې د ژوندي پاته کېدلو تمه کولای شوی.

دوام…

The post نالوستي لیکونه / درېیمه برخه appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/نالوستي-لیکونه-درېیمه-برخه/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading