بازتاب نیوز

د سېلابونو دوام؛ ۱۶ ولايتونه تازه سېلابونو ځپلي

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د طبعي افتونو  او بشري چارو د ادارې مشر وايي، هرات سېلابونو بيا پنځه تنه مړه کړي او ۱۷ نور ورک دي.

حميد مبارز رسنيو سره خبرو کې ويلي دي، ياد کسان د هرات په اوبې ولسوالۍ کې سېلابونو وړي دي او تلفات ورته اوښتي.

دغه راز حکومت ويلي، په ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ ولايتونه تازه سېلابونو ځپلي دي.

په وردګو کې د سېلابونو له امله د کورونو د ويجاړېدو ترڅنګ خلکو ته هم تلفات اوښتي.

دغه راز د پکتيا په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو له امله يو کور تخريب شوی، دوې نجونې مړې شوي او څلور کسان ژوبل شوي دي.

د افغانستان حکومت تر اوسه د تلفاتو مجموعي شمېر نه‌دی اعلان کړی، خو د اسوشیټېډ پرس په حواله، د روان میلادي کاله له پیل راهیسې د سېلابونو له امله تر ۱۱۰ زیات خلک مړه شوي دي.

The post د سېلابونو دوام؛ ۱۶ ولايتونه تازه سېلابونو ځپلي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-سېلابونو-دوام؛-۱۶-ولايتونه-تازه-سېلا/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading