بازتاب نیوز

د احمدشاه ابدالي کرېکټ سيالۍ ځنډېدلي

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د احمدشاه ابدالي سيالۍ چې ټاکل شوې وه څلور ورځې به دوام وکړي د ورښتونو له امله ځنډېدلي دي.

د کرېکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي، دا سيالۍ د غازي امان الله خان په لوبغالي کې لس ورځې وړاندې پيل شوې وې.

هغه وايي، دې سياليو کې شپږو زونونو برخه درلوده.

نوموړي دا هم وویل چې په روانو سیالیو کې تر دې دمه د کابل لوبډله د ۳۰ نمرو په لرلو سره تر نورو مخکې ده، همدا شان امو لوبډله د ۲۷ او سپین غر لوبډله د ۲۶ نمرو په لرلو سره د جدول په دوهم او درېیم ځای کې قرار لري.

The post د احمدشاه ابدالي کرېکټ سيالۍ ځنډېدلي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-احمدشاه-ابدالي-کرېکټ-سيالۍ-ځنډېدلي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading