بازتاب نیوز

د سېلابونو مخنيوی؛ د کابل سيند پر غاړه استنادي دېوال جوړيږي

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د وروستيو سېلابونو او ورښتونو له امله خلکو ته سخت مالي او ځاني زيانونه واوښتل. ولسمشر پرون د سېلاب ځپلو سره د ليدنې لپاره ورغلی وو او د مرستو ژمنه يې ورسره وکړه.

ولسمشر وويل، هغه خلکو چې د کابل سيند غاړې غصب کړي قانون ته به وسپارل شي.

دغه راز ولسمشر وويل، د سېلابونو د مخنيوي او خلکو ته د احتمالي خطرونو د ژغورنې لپاره د کابل سيند پر غاړه استنادي دېوال جوړ شي.

ولسمشر ویلي چې د ښار په پنځمه او شپږمه ناحیه کې ۱۲۰ کورنۍ به چې کورونه‌یې سېل وړي، په نورو سیمو کې ځای پر ځای کېږي.

The post د سېلابونو مخنيوی؛ د کابل سيند پر غاړه استنادي دېوال جوړيږي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-سېلابونو-مخنيوی؛-د-کابل-سيند-پر-غاړه-ا/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading