بازتاب نیوز

بدخشان: شغنان ولسوالۍ ته نوري فايبر لېږدول کېږي

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

ولسمشر غني د بدخشان د شغنان ولسوالۍ له خلکو سره ژمنه کړې چې يادې ولسوالۍ ته به نوري فايبر د لېږدولو ترڅنګ يو شمېر نور بنسټيز کارونه هم وکړي.

ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره په ارګ کې وکتل.

په دغه کتنه کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن هم  حضور درلود، په پیل کې محمدنذیز نيرومند د نورو په استازیتوب د سولې په برخه کې د حکومت د برنامو او هڅو د ملاتړ ترڅنګ، د امنیت د تامین، د پوهنې د وضعیت د ښه والي او د شغنان هوايي ډګر ته د پاملرنې، روغتون ته د کلینک د ارتقا او د شغنان پر جهیل د بند جوړولو په اړه غوښتنې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.

ولسمشر غني د نوموړي د خبرو له اورېدو وروسته وویل، لومړۍ مېرمن او زه ۴۲ کاله وړاندې شغنان ته تللي وو او لا موهم ستاسې د مېلمستیا او مینې خاطرې په یاد دي.

ولسمشر څرګنده کړه، بدخشان په ځانګړي ډول شغنان ولسوالي د طبیعي سرچینو له پلوه لوړ ظرفیت لري او ټاکل شوې نوري فایبر هم له دې لارې ولېږدول شي، دغه راز پر بندونو هم کار کېږي.

The post بدخشان: شغنان ولسوالۍ ته نوري فايبر لېږدول کېږي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/بدخشان-شغنان-ولسوالۍ-ته-نوري-فايبر-لېږ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading