بازتاب نیوز

په ننګرهار کې د چت لوېدو په پېښه کې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

٢٨ وری ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د زیاتو ورښتونو له کبله د يوې خونې چت لوېدلی او د دې کورنۍ ۶ تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوګياڼي کليد ته وویل، په دې پېښه کې د يادې کورنۍ دوې ښځې او دوه ماشومان مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.

خوګياڼی زياتوي، دغه پېښه د روداتو ولسوالۍ په منګل کلي کې رامنځته شوې.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې د ننګرهار او کابل په ګډون د هېواد په ګڼو ولایتونو کې سخت ورښتونه رامنځته شول او د نورو زيانونو تر څنګ سېلابونو هم خلکو ته مالي او ځاني زيانونه واړول.

 

The post په ننګرهار کې د چت لوېدو په پېښه کې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/04/17/%D9%BE%D9%87-%D9%86%D9%86%DA%AB%D8%B1%D9%87%D8%A7%D8%B1-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%DA%86%D8%AA-%D9%84%D9%88%DB%90%D8%AF%D9%88-%D9%BE%D9%87-%D9%BE%DB%90%DA%9A%D9%87-%DA%A9%DB%90-%DB%B6-%D8%AA%D9%86%D9%88/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading