بازتاب نیوز

په هلمند کې چاودنې دوو پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

٢٨ وری ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د پوليسو په لوکسل موټر د چسپکي ماين د چاودنې له کبله دوو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، دغه پېښه تېره شپه ۸ بجې رامنځته شوې او يو چسپکي ماين د پوليسو په لوکسل موټر پورې نښلول شوی و.

د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې يو پولیس وژل شوی او يو بل ټپي دی.

له بل لوري وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت په غاړه اخیستی او رسنيو ته په لېږل شوي پيغام کې يې ادعا کړې چې په دې چاودنه کې د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ د پوليسو معتمد وژل شوی او درې نور پوليس ټپيان شوي دي.

The post په هلمند کې چاودنې دوو پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/04/17/%D9%BE%D9%87-%D9%87%D9%84%D9%85%D9%86%D8%AF-%DA%A9%DB%90-%DA%86%D8%A7%D9%88%D8%AF%D9%86%DB%90-%D8%AF%D9%88%D9%88-%D9%BE%D9%88%D9%84%DB%8C%D8%B3%D9%88-%D8%AA%D9%87-%D9%85%D8%B1%DA%AB-%DA%98%D9%88%D8%A8/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading