بازتاب نیوز

جرمني له افغانستان سره د ۶۶ میلیون ډالره مرستې ژمنه وکړه

٢٨ وری ١٣٩٨ د كليد ګروپ

جرمني له افغانستان سره د اقتصادي ودې او پرمختګ په هدف ۶۶ میلیونه ډالره مرسته کوي. د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې دغه پیسې به د ښې حکومتولۍ، پایدار اقتصادي پرمختګ، ښاري پراختیا او د ښاروالۍ د بنسټيزو پروژو په برخه کې لګول کېږي.

سرچینه کاږي چې المان ددغه مرستې په بدل کې په افغانستان کې د فساد ورکېدل، د اصلاحاتو راوستل، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالۍ کمول، جنسیتي برابري او د کانونو د استخراج په برخه کې د شفافیت راوستو غوښتنه کړې ده.

جرمني ویلي، دوی له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ کال پورې ۴۸۵ میلیونه ډالر کلنۍ مرستې ته ژمن دي.

The post جرمني له افغانستان سره د ۶۶ میلیون ډالره مرستې ژمنه وکړه appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/04/17/%D8%AC%D8%B1%D9%85%D9%86%D9%8A-%D9%84%D9%87-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%B3%D8%B1%D9%87-%D8%AF-%DB%B6%DB%B6-%D9%85%DB%8C%D9%84%DB%8C%D9%88%D9%86-%DA%89%D8%A7%D9%84%D8%B1/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading