بازتاب نیوز

ملګرو ملتونو، د طالبانو پسرلني عملیات غندلي او دغه عملیات یې د افغانانو په لا زیاتي بربادۍ تمام بللي

٢٨ وری ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ېوې اعلامیې

کې د طالبانو له لوري د الفتح په نوم پسرلنی عملیات غندلي او ویلي یې دی چې دغه

عملیات به لا د افغانستان د خلکو په بې ځایه بربادۍ تما شي.

دا په داسې حال کې دی چې وسله والو طالبانو

د تېرې جمعې په ورځ د حمل ( وري) ۲۳ مه د الفتح تر نوم لاندې په ټول افغانستان کې

خپل پوځي عملیات اعلان کړل.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو

د افغانستان د سولې خبرو اترو د ښه مخته تګ

لپاره د ۱۱ طالب مشرانو نومونه د

نړیوالو تحریمونو له لست څخه ایستلي دي.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ

مېلر او د افغانستان حکومت هم د طالبانوله لوري د پسرلنیو عملیاتو له اعلان سره

کلک مخالفت څرګند کړی وو.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي

استازي زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه له پاکستان، قطر او هغو نورو هېوادونو څخه،

چې د افغانستان د سولې په پروسه کې رول لري، غوښتي وو چې باید د طالبانو له لوري

پسرلني پیل شوي عملیات وغندي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د

افغانستان په جګړه کې له ټولو ښکیلو غاړو غوښتي چې د دغه فرصت څخه ګټه واخلي او

دایمي سولې ته د رسیدلو لپاره زمینه برابره کړي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/20033

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading