بازتاب نیوز

طالبان: د حکومت له لورې اعلان شوی اوږد لیست د دود خلاف دی

٢٨ وری ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۸مه،۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت له لورې د قطر د را روانې بین الافغاني ناستې لپاره د ۲۵۰ کسیزه اوږده لیست په اړه طالبانو په غبرګون کې ویلي، چې دا د کانفرانسونو د دود خلاف او د سولې د هڅو د تخریب پلان شوې هڅه ده .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته د خپاره شوي لیست په اړه په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا کانفرانس د خلیج په یوه کوچني هېواد کې را بلل شوې غونډه ده، چې منتظمینو یې په ترتیب او د ګډونوالو په رابللو کې ډېر کار کړی .

نوموړي په طنزي لهجه حکومت مخاطب کړی : « د کابل لیست جوړونکي باید درک کړي چې دا په یوه لیرې خلیجي هیواد کې منظم او پلان شوی کانفرانس ده، نه د کابل په کوم هوټل کې د واده او کوم بل مناسبت بلنه او میلمستیا. »

ښاغلي مجاهد ویلي، چې په دې لیست کې اکثره مطرح سیاسي او متنفذ شخصیتونه لا له وړاندې د غونډې د منتظیمنو له لورې په چمتو شوي لیست کې شته، چې یوازې هغوی غونډې ته راتلای او خپل شخصي نظریات وړاندې کولای شي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/143168/%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86-%D8%AF-%D8%AD%DA%A9%D9%88%D9%85%D8%AA-%D9%84%D9%87-%D9%84%D9%88%D8%B1%DB%90-%D8%A7%D8%B9%D9%84%D8%A7%D9%86-%D8%B4%D9%88%DB%8C-%D8%A7%D9%88%DA%96%D8%AF-%D9%84/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading