بازتاب نیوز

هلمند او پکتیکا؛ پولیسو د خونړیو پېښو مخه نیولې

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

کورنیو چارو وزارت وایي ملي پولیسو په هلمند او پکتیکا کې د یو لړ چاڼیزو عملیاتو پرمهال د خونړیو پېښو مخنیوی کړی دی.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې یاد عملیات د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ او د پکتیکا د مرکز اړوند په ګلدرې سیمو کې ترسره شوي دي.

د سرچبنې د معلوماتو له مخې د عملیاتو په ترڅ کې څه باندې ۱۲ کړۍ بېلابېل ماینونه کشف او شنډ شوي دي.

د دغو ماینونو د خښولو تور پر وسله والو طالبانو پورې شوی، خو دې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

The post هلمند او پکتیکا؛ پولیسو د خونړیو پېښو مخه نیولې appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/هلمند-او-پکتیکا؛-پولیسو-د-خونړیو-پېښو-م/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading