بازتاب نیوز

ملګرو ملتونو د طالبانو الفتح نومي عملیات غندلي دي

٢٨ حمل ١٣٩٨ رادیو تلویزیون ملی افغانستان

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دا عملیات یوازې د افغانانو ستونزې زیاتولی شي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد تېره جمعه د (اپریل ۱۲) د یوې اعلامې له لارې د الفتح په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل.

دا پسرلني عملیات داسې مهال اعلان شوي دي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په قطر کې د طالبان مرکچي پلاوي نومونه په موقتي ډول د بندیزونو له تور لېسته لري کړي دي.

د امنیت شورا دا پرېکړه د پنځو دایمي غړو په سلا مشوره تر سره شوی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د یوه ټوېټري پیغام له لارې د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

نوموړي ویلي دي «تېره ورځ د امینت شورا د طالبانو پسرلني عملیات غندلي او موږ د دې کار هرکلی کوو».

ښاغلی خلیلزاد داسې مهال د دې پرېکړې هرکلی کوي چې، له دې وړاندې یې پنځه ځلې له طالب استازو سره په قطر کې خبرې کړي دي.

(1/2) Yesterday, the UN Security Council condemned the Taliban's declaration of a spring offensive. We welcome the international community speaking in unison on this point. https://t.co/jU3n50N1Pi

— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) April 16, 2019

تېره ورځ داسې اوازې خپرې شوې چې نوموړي په قطر کې په شپږم پړاو خبرو بوخت دی، ولې دا خبرې ده په خپله رد کړې.

خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه یو پیغام خپور کړچې، زه په واشنګټن کې یم او له پسرلي خوند اخلم.

د قطر راروانه بین الافغاني ناسته به د اپریل له (۱۹ تر ۲۱) تر سره شي.

دې ناستې ته افغان حکومت یو ۲۵۰ کسیز پلاوی ټاکلی دی.

د طالبانو له لوري به یوه ۲۵ کسیز ډله استازیتوب کوي.

ملګرو ملتونو پخوا دې ناستو ته خوشبیني ښودلې وه او ویلي یې وه چې، د جنګ ښکېلو خواو ته دا یو فرصت دی او باید ګټه ترې واخلي.

بل پلو ځینو سیاسي څېرو سره له دې چې، نومونه یې په دې ۲۵۰ نوملړ کې شته، ولې په دې ناسته کې ګډون نه کوي.

لینک اصلی: https://rta.af/external-news/28509/

بازکردن لینک اصلی

بیشتر بخوانید از رادیو تلویزیون ملی افغانستان

آخرین خبر ها:

Loading