بازتاب نیوز

سامسینګ شرکت قات کېدونکی مبایل بازار ته وړاندې کوي

٢٨ حمل ١٣٩٨ رادیو تلویزیون ملی افغانستان

د سامسینګ شرکت په پلان لري چې د اپریل په ۲۶ نیټه، يعنې نهه ورځې وروسته، د ګلکسي فولډ په نوم نوی ځیرک موبایل بازار ته وړاندې کړي.

دغه مبایل د کتابچې په څېر قات کیدای شي او په دوو بېلابېلو ښيښو باندې د بدلېدو قابلیت هم لري.

یاد ځیرک مبایل کولای شي چې په یو وخت کې درې بېلابېل پروګرامونه وچلوي.

د ګلګسي فولډ د ښيښې اندازه ۷.۳ انچه ده او ريزولوشن یې ۲۱۵۲ پر ۱۵۳۶ دی.

په شپږو بېلابېلو کامرو مجهز دی، چې درې یې شاته، یوه يې مخې ته او دوه نورې یې دننه دي او د مختلفو زاویاوو او موخو لپاره استعمالېدای شي.

له لسو نیولې تر ۱۶ مېګاپکسل پورې د عکس اخیستلو وړتیا لري.

دغه مبایل د ۵ جې انټرنيټ د کارولو وړتیا هم لري، چې د موجوده انټرنیټ لس چنده چټک دی.

یاد مبایل دوه بطرۍ لري چې هره بطري یې۴۳۸۰ ملي امپیره چارج ساتلی شي.

د ګلګسي فولډ قیمت ۱۹۸۰ ډالره اټکل شوې ده.

لینک اصلی: https://rta.af/technology/28515/

بازکردن لینک اصلی

بیشتر بخوانید از رادیو تلویزیون ملی افغانستان

آخرین خبر ها:

Loading