بازتاب نیوز

اقتصادي پرمختيا؛ د ريل پټلۍ له لارې د سوداګرۍ کچه لوړه شوې

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د افغانستان د ريل پټلۍ ادارې ويلي دي، د ريل پټلۍ له لارې سوداګريزه راکړه ورکړه پام وړ لوړه شوې ده.

د يادې ادارې مرستيال عبدالباري صديقي رسنيو سره خبرو کې ويلي دي، د تېرو کلونو په پرتله په دغه برخه کې لس سلنه لوړ والی راغلی دی.

هغه وايي، هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ ټنه سوداګريزه راکړه ورکړه د ريل پټلۍ له لارې کېږي.

صديقي وايي، د افغانستان وچې او لندې مېوې، کرنيز محصولات او نور صنايع نورو هېوادونو ته صادريږي.

که څه هم يادې ادارې د سوداګريزې پرمختيا خبر ورکړی دی، خو لا هم د افغان سوداګرو په وړاندې ستونزې شته.

سوداګر شکايت کوي چې نا امنۍ او سياسي ترينګلتيا د دوی چارې ټکنۍ کړي دي.

The post اقتصادي پرمختيا؛ د ريل پټلۍ له لارې د سوداګرۍ کچه لوړه شوې appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/اقتصادي-پرمختيا؛-د-ريل-پټلۍ-له-لارې-د-سو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading