بازتاب نیوز

د تاجکستان ولسمشر مسکو ته رسېدلی

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د کرمېلين رسنۍ وايي، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په دوه ورځني سفر مسکو ته تللی دی.

د رسنيو د راپورونو په حواله، نوموړی به له ولاديمير پوتين سره وګوري.

ويل شوي دي چې د دواړو ولسمشرانو ليدنه به د سياست، سوداګرۍ، اقتصاد، کلتور او بشري برخو کې د دوه اړخيزې همکارۍ په اړه وي.

دغه راز ويل شوي دي، دواړه مشران به د سيمې د وروستيو حالاتو په اړه هم نظرونه تبادله کړي.

دغه راز به د روسيې او تاجکستان ولسمشران پر يو شمېر مسايلو هوکړه ليکونه هم امضا کړي.

The post د تاجکستان ولسمشر مسکو ته رسېدلی appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-تاجکستان-ولسمشر-مسکو-ته-رسېدلی/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading