بازتاب نیوز

د طالبانو پر ضد خليلزاد د ملګرو ملتونو له دريځ هرکلی کړی

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د افغان سولې لپاره د امريکا استازي زلمي خليلزاد د ملګرو ملتونو لخوا د طالبانو د پسرلنيو عملياتو د پيل غندلو دريځ ستايلی دی.

زلمي خليلزاد ويلي دي، په دې اړه د نړيوالې ټولنې د نظر هرکلی کووم.

زلمي خليلزاد ويلي دي، اوس د جګړې د ختمېدو، د سولې او پخلاينې وخت دی.

تر دې مخکې زلمي خليلزاد له پاکستان او يو شمېر نورو هېواونو غوښتي وو چې د طالبانو د پسرلنيو عملياتو اعلان دې وغندي.

ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرون د طالبانو لخوا د الفتح په نوم تازه پيل شوي عمليات وغندل.

د طالبانو د عملياتو له پېليدو سره سم د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې نا امنۍ ډېرې شوي دي چې خلک يې هم سخت اندېښمن کړي دي.

The post د طالبانو پر ضد خليلزاد د ملګرو ملتونو له دريځ هرکلی کړی appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-طالبانو-پر-ضد-خليلزاد-د-ملګرو-ملتونو-ل/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading