بازتاب نیوز

د توندو ورښتونو د راتلو اټکل شوی

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

څېړونکي وايي، سږ کال او راتلونکي څو کلونه به تېز بارانونه وشي او درنې واورې به و ووري.

دا څېړنه چې برېتانيا کې شوې ده، پکې ويل شوي دي دوه زره پنځه ويشم او دېرشم کلونو ترمنځ به د ځمکې زياتې برخې کنګل شي.

دا څېړنه داسې مهال کېږي چې د افغانستان ترڅنګ په يو شمېر هېوادونو کې سږ کال کمساري ورښتونه وشول چې ګڼ شمېر مالي او ځاني زيانونه يې واړول.

افغانستان کې د سږنيو ورښتونو له امله سلګونه کورنه ويجاړ، لسګونه کلي تخريب او سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

پرون ولسمشر ويلي، سېلاب ځپلو سره دې ژر تر ژره مرسته وشي.

ولسمشر غني پرون د کابل له يو شمېر سېلاب ځپلو سره هم ليدلي او هغوی سره يې د مرستې ژمنه کړې ده.

The post د توندو ورښتونو د راتلو اټکل شوی appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-توندو-ورښتونو-د-راتلو-اټکل-شوی/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading