بازتاب نیوز

د مشورتي لویې جرګې ټاکنې؛ د ځوانانو معینیت معرفي کړي کسان رد شول

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړولو کمیسون د ځوانانو معینیت لخوا د ور پېژندلو ځوانانو د رد خبر ورکوي.

د کمیسون ویاند عبدالرشید ایوبي وایي دغه کسان د جرګې د غړو د ټاکنې د طرزالعمل خلاف ټاکل شوي وو.

د ایوبي په وینا د ځوانانو یاده مشخصه سهمیه یوازې د کابل مرکز ځوانانو حق نه بلکه د ټول افغانستان ځوانانو حق دی.

نوموړی زیاتوي: په دې اړه به نن ټولو ولایتونو ته رسما مکتوب ولېږل شي تر څو په ټولو ولایتونو کې د مدني ټولنو، ځوانانو امریت، اطلاعات او کلتور ریاست، د اړوند ولایت والي ددوی ټولو په همغږی به ټاکنې ترسره او د طرزالعمل مطابق ځوانان ور وپېژني.

The post د مشورتي لویې جرګې ټاکنې؛ د ځوانانو معینیت معرفي کړي کسان رد شول appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-مشورتي-لویې-جرګې-ټاکنې؛-د-ځوانانو-معی/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading