بازتاب نیوز

ارګ د بين الافغاني ناستې لپاره تدابيري ناسته کوي

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د ولسمشر مرستيال وياند وايي، له بين الافغاني ناستې مخکې ارګ يوه تدابيري ناسته کوي ترڅو د سولې اړوند موضوعاتو باندې خبرې وشي.

عارف صميم رسنيو سره خبرو کې ويلي دي:

«دې تدابيري ناسته کې به د قطر د غونډې د اجنډا په اړه بحث وشي، دغه راز به د سولې اړوند يو شمېر خبرې اترې وشي او د ځينو مسايلو په اړه به پرېکړې وشي.»

هغه وايي، دا غونډه د بين الافغاني مذاکراتو د برياليتوب لپاره کوي، ترڅو مخکې له مخکې ورته پوره چمتووالی ونيول شي.

ټاکل شوې ډېر ژر يو بين الافغاني پلاوی دوحه کې له طالبانو سره ناسته وکړي او د افغان سولې پروسې په اړه خبرې وکړي.

طالبانو تر دې مخکې ويلي وو، که افغان حکومت د سولې خبرو کې دوی سره برخه اخلي نو يوازې به نظر ورکوونکي وي او دوی له حکومت سره هيڅ توافق او هوکړه نه کوي.

قطر کې له طالبانو سره د افغان سياستوالو دوه نيم سوه کسيز لېست جوړ شوی دی چې طالبانو انتقادونه هم پرې کړي دي.

طالبانو ويلي:

«د دومره ډېرو کسانو د منلو پلان نه لري، يوازې به محدود شمېر سياستوال او قومي مخور د دوحې په ناسته کې برخه واخلي»

افغان حکومت تر اوسه د طالبانو دې دريځ ته غبرګون نه دی ښودلی.

د افغان حکومت له لوري د ياد نوملړ پر چمتو کولی اونۍ وخت تېر شو او له ډېر تا ويل ما ويلو وروسته جوړ شوی دی.

ډېری خلک پر ياد نوملړ انتقاد هم لري.

بل پلو زلمی خليلزاد په امريکا کې دی او طالبانو سره يې د شپږم پړاو راپورونه چې ويل شوي وو خليلزاد ورسره ليدلي دي رد کړي دي.

The post ارګ د بين الافغاني ناستې لپاره تدابيري ناسته کوي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/ارګ-د-بين-الافغاني-ناستې-لپاره-تدابيري/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading