بازتاب نیوز

ډيموکټاټوري؛ شرقي سکولاريستي موډل! وحيدالله مصلح

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

یوې خبرې ته مو پام دی؟ کله چې هم په کوم هېواد کې اسلامپالي ټاکنې او ټولپوښتنې وګټي نو غربي رسنۍ او کارکوونکي یې دا پروپاګنده شروع کړي چې مثلاً په دې ټاکنو سره د مصر ټولنه په شدید ډول وویشل شوه او په دې ټولپوښتنې د ترکیې ټولنه په ژور ډول وویشل شوه او په دې ټاکنو تونس وويشل شو…

دلته درې خبرې ډېرې مهمې دي:

لومړی: دا چې ټولنه به په موقفونو کې حتما ویشل کېږي، که ونه ویشل شي نو بیا پوه شئ چې د عربي او منځنۍ اسیا دیکتاتوریو او استبداد د وېش مخه نیولې او په ټولنه کې یې تنوع وژلې.

دویمه خبره دا ده چې دوی دا خبره د ترامپ او هېلري په ټاکنو کې ولې نه کوي ولې یې د غربیانو د اساسي قوانینو په ټولپوښتنو کې نه کوي چې هغوی یې هم د ۵۰ او ۶۰ په ردیفونو کې ګټي؟

درېمه خبره دا ده چې که سیسي عملا د دوکې او فرېب له لارې په قاطع اکثریت انتخابات ګټي نو بیا خو نه ټولنه وویشل شوه او نه استبداد او دیکتاتوري رامنځته شوه؟ بلکه د غربیانو او غرب زده ګانو د خوښې ډيموکراسي خو ده همدا…

د اسلامپالو د ټاکنيزو ګټلو یو اړخ دا هم دی، چې لکه د عربي هېوادونو او منځنۍ اسیا د دیکتاتوریو پر ۹۹ فیصده ګټې نه تمامېږي، کله چې محمد مرسي د مصر انتخابات ګټل او کله چې هغه د مصر اساسي قانون ته رېفرانډم کاوه نو هلته د طبیعي ګټلو خبره وه، مرسي په دواړو کې د ۵۱ په شاوخوا کې ګټلې وه، خو که مبارک په خپلې دېکتاتورۍ کې ټاکنې کولې، که بشار کولې او که یې رحمانوف او کریموف او بلا نور موفونه ګټي نو تر ۹۰ یې په کمو نه ګټي، له همدې ځایه دا په ډاګه کېږي چې اسلامپالي له واقعیتونو سره پر مخ ځي، پر دوکې او فرېب یې نه ګټي بلکه د ولس پرېکړه په ټول شفافیت مني او دا حالت په خپله د اسلامپالو د دیکتاتورۍ اتهام له منځه يوسي.

The post ډيموکټاټوري؛ شرقي سکولاريستي موډل! وحيدالله مصلح appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/ډيموکټاټوري؛-شرقي-سکولاريستي-موډل-وح/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading