بازتاب نیوز

د حکومت مذاکراتي پلاوي ته د طالبانو غبرګون؛ دومره ډېر خلک واده کې ښه وي

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

وسله والو طالبانو د افغان حکومت لخوا د قطر مذاکراتي ناستې ته د اعلان شوي دوه نیم سوه کسیز پلاوي د لیست په غبرګون کې ویلي، چې دومره ډېر خلک په واده کې ښه ښکاري.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې حکومت باید د خلیج په یوه هېواد کې د منظم کنفرانس او د کابل د ودونو ترمنځ توپیر وکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر افغانانو ترڅنګ ځینو سیاستوالو هم پر دغه لوی لیست نیوکې کړي.

The post د حکومت مذاکراتي پلاوي ته د طالبانو غبرګون؛ دومره ډېر خلک واده کې ښه وي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-حکومت-مذاکراتي-پلاوي-ته-د-طالبانو-غبر/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading