بازتاب نیوز

سلیمان ماکو او د ده تذکرة الاولیا/ ډاکټر یاد

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

”سلیمان ماکو د پښتو ژبې یو پخوانی لیکوال او نثر لیکونکی دی، د ده پلار بارک خان صابزی نومید او په قوم پښتون ماکو و. که چيرې د ماکو پښتنو د نسب شجره وګورو نو د ماکو د قبیلې خلک سړبني پښتانه او د درانيو د پنجپای په ښاخ پورې اړه لري٠ د دوی د وګړو شمېر لږ دی٠ د دوی يو شمېر په کندهار او يو شمېر هم د نورزيو پښتنو سره يو ځای ميشته دي٠

يو شمير ماکوان د هرات او غزني په ولايتونو کې هم استوګنه لري٠ په کندهار کې د ماکو د قبيلې د خلکو شمېر په ١٣٦٥ لمريز کال کې ١٥٥٧٤ تنه ښودل شوي ول ،چې ښايې اوس يې په شمېر کې ډېر زياتوالی راغلی وي٠ د کند هار په ولايت کې د ماکو د قبيلې خلک د دامان او ارغسان په ولسواليو کې استو ګنه لري٠ د هرات په ولايت کې د ماکو د قبيلې خلک د دغه ولايت دانجيل ،کشک او دکرخ په ولسواليو کې ميشته دي چې په نوموړي ولايت کې په ١٣٦٥ لمريز کال کې د دوی ټول شمېر ٢٦٨٨ تنه ښودل شوي دي چې ښايې اوس به يې په شمېر کې ډير زياتوالی راغلی وي.

تاريخ حيات افغاني ليکي چې په غزني کې هم د ماکو د قبيلې څو کلي شته چې د خاګواڼيو د قبيلې د کليو تر څنګ پراته دي او سيمه ايز خلک دغه د خاګواڼي د قبيلې خلک هم د خاګواڼي ماکوانو په نامه يادوي.

داسې ښکار چې سلیمان ماکو د پښتونخوا په غرو رغو کې ګرځیدلی دی او د خپل عصر روحاني او ادبي شخصیتونه یې هم لیدلي دي.لکه چې لیکي:چې په ۶۱۲ هجري تللی وم او د پښتنخا ( پښتونخوا ) په غرو او رغو وګرځیدم او مراقد د اولیاوو مې پلټل…)

او بیا د بیټ نیکه او سړبن نیکه په اړوند داسې کاږي: (وایم حمد و سپاس د لوی خاوند، نقل کاندي چې شیخ بیټڼي او سید په غره دکسي باندې .

سړبن نه درلود زامن، خدای مهربان د اسماعیل په برکت سړبن ته دومره زامن ورکړل چې اوس شو ګڼون دهغو…)

او بیا وایی: نقل کاندي چې بیټنی سپین ږیری شو نو ده به هر کله څښتن پاله او رب ته به یې درخواست کاوه، چې زما په کاله او د سړبن او غرغښت پر کول ( کهول ) کې برکت کښیږده، بادار قبول کړ د ده درخواست او ډکه شوه ځمکه د پښتنخا ( پښتونخوا ) د دوی په کول…)

دا په هغه وخت کې د پښتو نثر یوه بیلګه ده چې تاسو ته وړاندې شو او داسې ویل کیږي چې د سلیمان ماکو دغه کتاب د اولیاوو یوه تذکره ده چې د پښتو ژبې یو لرغونی نثر یې ګڼلای شو.

سرچينه : منډیګګ تاريخي بنسټ

The post سلیمان ماکو او د ده تذکرة الاولیا/ ډاکټر یاد appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/سلیمان-ماکو-او-د-ده-تذکرة-الاولیا-ډاکټر/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading