بازتاب نیوز

«رولا غني هڅه کوي چې د سولې خبرو کې ښځې ور ګډې کړي»

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د سولې د خبرو اترو سره – سره افغان مېرمنې اندېښمنې دي او وايي چې دوی به د سولې د خبرو قرباني شي.

افغان مېرمنې وايي، تر اوسه د سولې خبرو اترو کې د افغان مېرمنو په اړه کوم وضاحت نشته.

د العرب په نوم قطرۍ ورځپاڼې ليکلي، د ولسمشر مېرمن رولا غني هڅه کوي چې د سولې خبرو د افغان مېرمنو ونډه ډېره کړي.

يادې ورځپاڼې ليکلي، ژر به قطر کې د سولې د خبرو شپږم پړاو پيل شي.

العرب ورځپاڼه د طالبانو هغه اعلان ته چې ویلي و د طالبانو له خوا به په بین الأفغاني غونډه کې مېرمنې هم ګډون کوي، اشاره کړې او زیاتوي دا د طالبانو په دریځ کې چې د ښځو د حقونو په برخه کې سخت دریځي کوي یو ښه بدلون دی.

The post «رولا غني هڅه کوي چې د سولې خبرو کې ښځې ور ګډې کړي» appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/رولا-غني-هڅه-کوي-چې-د-سولې-خبرو-کې-ښځې-و/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading