بازتاب نیوز

پر ايران بنديزونه؛ د ځانګړي پوځ د مشرانو د انسټګرام پاڼې بندې شوي

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د انسټاګرام ادارې يوه وياند ويلي دي، د ايران د سپاه پاسداران د پوځ د يو شمېر مشرانو پاڼې بندې شوي دي.

يادې ادارې ويلي دي، لومړی د قاسم سليماني پاڼه تړل شوې ده.

د انسټاګرام ادارې ويلي دي، دوی د امريکا د بنديزونو د قوانينو تر چتر لاندې عمل کوي او د ترهګرې ډلې په توګه د سپاه پاسداران بلل کېدو ته ژمن دي.

په لومړي ګام کې انسټاګرام د ایران د پاسداران د لوی قومندان قاسم سلیماني پاڼه وتړله، بیا د قدس سپاهیانو د مشر، د اسلامي انقلاب د بهرنۍ څانګې د مشر او نورو مشرانو پاڼې هم وتړل شوې.

دا ګام څو ساعته وروسته تر هغه اخیستل شوی چې امریکا په رسمي توګه ‘سپاه پاسداران’ د ‘بهرنيو نړیوالو ترهګرو سازمانونو’ په لیست کې راوست.

The post پر ايران بنديزونه؛ د ځانګړي پوځ د مشرانو د انسټګرام پاڼې بندې شوي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/پر-ايران-بنديزونه؛-د-ځانګړي-پوځ-د-مشران/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading