بازتاب نیوز

طالبان” د دوحې غونډه په یوه لېرې خلیجي هېواد کې منظم پلان شوی کنفرانس دی نه په کوم هو ټل کې واده”

٢٨ وری ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

وسله والو طالبانو د حکومت له لوري د قطر دوحې کنفرانس ته د ورتلونکي افغان پلاوي په

دومره اوږده لیست نېوکه کړې او ویلي یې دي چې، د کابل لیست جوړونکي باید درک کړي

چې دا په یوه لېرې خلیجي هېواد کې منظم پلان شوی کنفرانس دی، نه په کوم هوټل کې د

واده او یا کوم بل مناسبت میلمستیا.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په لیږلې

خبر پاڼه کې ویلي چې:” دا چې د کابل ادارې په یاد کنفرانس کې د ۲۵۰ کسانو د

ګډون لیست خپور کړی دی، د قطر کنفرانس تظیمونکي یوازي له کابله د دومره ډېر شمېر

کسانو د منلو پلان نه لري، او نه هم په دې ډول کنفرانسونو کې دا ډول ګډون دود دی”.

 په اعلامیه کې راغلي،:” د دا ډول لیستونو له ترتیب او نشر څخه ښکاري چې حکومت د سولې

په برخه کې د ورته غونډو له جوړیدو څخه ویره لري او په لوی لاس غواړي چې د سولې

هڅې ګډوډي کړي”.

وسله والو طالبانو ویلی چې په دغو

کنفرانس کې به کم شمېر سیاسي او قومي مشران ګډون وکړي نه د حکومت د خوښي ۲۵۰ کسان.

دا په داسي حال کې دی چې افغان حکومت

پرون د حمل وري په ۲۷ مه د قطر په کنفرانس کې د ګډون لپاره د ۲۵۰ کسانو نوملړ خپور

کړ.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/20036

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading