بازتاب نیوز

موږ درې بلا پسې / اتمه برخه

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

جاوېد اوربل

یو ړوند یار

تور او پنډ کتابونه نور هم وو خو پر دې کتاب ګردونه پریوتلي و. پوښ یې د قاتیدو پر برابر د خلاصیدو او بندویدو له وجې سولیدلی څه چې نږدې پریکیدو ته برابر شوی و.

سیدو او ابدل مې ولیدل چې مختلفو الماریو ته ولاړ دي. ژر مې کتاب پرانیست او له اول تر پنځم مخ پورې مې بر بر ولوست.

کتاب مې بیرته په هماغه ځای کې کښېښود خو زړه مې راته وویل، دا کتاب خو هغه کتاب نه دی چې لېمه یې یادوي! هغه باید یوه نښه ولري.

سترګې مې د الماریو په کتابونو کې بندې، د دوی خواته روان شوم. پښه مې په ماتې کاشۍ کې بنده شوه، پر یوې المارۍ ورمات شوم، لاسونه مې پرې کښېښودل، چې دا ورسره ولګیدم نو هغه د خپلو ټولو کتابو سره شاته روانه شوه، لاس مې ور واچاوه، خو د نیولو ځای په ګوتو رانغی. بیا نو ګوته په غاښ په ننداره شوم.

لیدل مې المارۍ اول ورو ورو شاته روانه شوه، بیا یو ناڅاپه شاته تیزه په حرکت شوه، بیا ورو ورو بیرته راپورته شوه، پر پخواني ځای جوړه تیاره ودریده.

ومې لیدل چې له شا یې سیدو لکه پیری راښکاره شو. ما د خپل زړه درب درب اوریده چې که دا المارۍ چَپه شوې وای، د هغې بلې سره لګیدلې وای او هغه له شا یوې سره، همداسې به نو د کتابخانې ټولې د منځ یوه لیکه المارۍ ړنګې شوي وای او یوه د نه منلو بدرنګي به جوړه شوې وای!

سیدو یو دروند کتاب راکړ، ویې ویل، دا خو به نه وي؟ هغه ډیکشنري وه، خندا راغله خو بیا په ځان

پسې هم خندا راغله چې خو په همداسي ریشخندۍ پسې راوتلي یو.

د کتابو په الماریو کې په تور پنډ کتاب پسې داسې لالهانده وو لکه ړوند سخيګی چې به بې لکړې پر لارې روان و. د هغه پر لارې تګ هم په اټکل و.

ډیر کله به د هغه اټکل سم و خو کله کله به نه و. د کتابونو یوې نوې المارۍ او نویو کتابونو ته ولاړ وم خو ذهنا چټک د ماشومتوب وختو ته تللی وم.

“سخیګی به تر موږ دریو، یو دوه کاله کشر و خو یو کال د سترګو ناروغي ګډه شوه، موږ ورته لچ ویل، چې سهار به راکښیناستې، سترګې به دې په بڼو کې بندې وې او نه به خلاصیدې. لاس چې به دې ور وړ، سم د چوخڼو خیږ به پسې نښتی و. زړه به دې داسې ورته تنګ شو چې لکه سترګې دې بیا په عمر هم نه خلاصیږي.

باڼه به دې داسې ټینګ سره نښتي و چې تا به ویل، په ایلفي دي سریښ کړي دي. د سترګو د خلاصولو سره به دې خوله هم سره کشوله. درد دې جار شم، چیغې به یې درنه وویستي.

اول سر کې خو بس سرزوري وه، ګرمې اوبه به دې پر مخ تیرې کړې او بیا به دې زور ورکړ خو وروسته تور چای باندې مالوچ لندیدل او بیا سترګې پرې پاکیدلې. بیا مهلمونه چې موږ ورته چورک ویل، پیدا شول او ورپسې څکڅک نو داسې و چې یوازې یو سهار به دې خواري وه.

سخيګی همدې ناروغۍ په سترګو عیبي او بیا درست ړوند کړ. دی سخت ژړاند او ښکنځلمار و. هره دویمه خبره به یې ښکنځل او هغه هم د مور ښکنځل وه.

شیرین خو به د سخیګي ازار په پیسو اخیسته. کله چې به هغه زموږ د لوبو نندارې او یا خپل نوبت ته ناست و نو دی به ورغی، د ککرۍ یو ویښته به یې ورڅخه کش کړ، هغه به سوک پسې ورخطا کړ او ورته بې دریغه به یې وویل، دا څوک یې، ستا د مور … .

شیرین به شین د خندا تللی و بیا به یې هغه د څټ تر ویښتو کش کړ.

داسې معلومیدل لکه شیرین چې د ښکنځلې له س څخه خوند اخلي که څه هم ښکنځل به د ده خپلې مور ته و. شیرین به شاخوا کتل که به څوک لوی نه وای نو د هغه کناټو ته به یې لاس ور وړ، هغه به که ناست و، ولاړ به شو او که به ولاړ و، دواړه لاسونه به یې پر کناټو ونیول او ښکنځلو ته به مستر(لګیا) شو.

خدای دې په ابدل کوي چې همدې شیرین سره له څلورو نورو نفرو یوه ورځ سخیګی جر ته بېولی و، خوله یې په څادر ورتړلې وه چې غرغړې یې په غره کې ازانګه ونه کړي. دا چې څه کارونه به یې په کړي وي هغه به خدای لیدلي وي خو د ابدل د خولې خبره ده چې پر لارې تلی، کوزونه ور څخه بې ارادې روان وو.

سخیګی زموږ د لوبو او ساعتیرۍ مالګه هم وه. د کرکټ لوبه تازه باب شوې وه. دی که به توپ وهلو ته ولاړ و یا توپ اچولو ته نو د خندا به مو تشي خوږیدل. موږ به هغه ته توپ انځوراوه، توپ درغی وهه یې، لږ مخته راووځه، ځغله، هله بله منډه! کله به مو قصدا سوزاوه. توپ به نږدې تللی و او ده ته به مو ویل، هله منډه کړه!

موږ پر هغه باندې شکي هم وو چې دی نو داسې په دواړو سترګو غوبیر هم نه دی چې هیڅ شی دې نه ویني خو لږ شیان به ویني او لږ به ټګي کوي چې د خلکو زړه پرې وسوځي.

زموږ دا شک هغه وخت نور هم قوي شو چې یوه ورځ د خپل پلار پر ګورګورک(موټرسایکل) کښیناستلی و، چالانه کړی یې و او بیا یې له دیوال سره وهلی و او دواړه سره خوا په خوا پراته و. نو که هغه څه نه لیدل نو پر موټرسایکل د سپریدو له پاره به یې شوق څنګه پیدا کیده؟!

یوه ورځ موږ درو ورته اوازونه بدل کړل او له ځانونو مو ورته درې نور همځولي، سلیم، فضلي او شفیق جوړ کړل. ورته ومو ویل چې ملک سلطان خیرات کړی.

بیا د هغه د اشتیا له پاره مو غوړې او خوندورې خبرې وکړې. ورته ومو ویل چې غویی یې حلال کړی دی، غوښې و وریجې دي، غورمه ده، مستې دي، دوه دوه کسه پر یوه غوري ناست دي. ډله ډله کسان له جوماته وځي او نورې ډلې ور روانې دي.

سخیګي سږمې کش کړې لکه په رښتیا چې یې د غوښو د ډک پوخ دیګ د سر خلاصیدو بوی تر سږمو شوی وي. بس هلک راولاړ شو، ویې ویل، درځئ چې ورځو!

هلک مو له ځانه سره روان کړ، هغه ویل چې یو کس یې تر لاس ونیسي چې پر دې لارې پخوا نه دی تللی، همداسې مو وکړل، سیدو هغه تر لاس ونیو، په څنګ کې ورسره ورو ورو روان شوو.

سخیګي سترګې داسې سره کښته او پورته کولې لکه په رښتیا چې شیان ویني. د ګوره څاه په لارې مو برابر کړ. کله چې د ګوره څاه خواته ور نږدې شوو نو سیدو د هغه لاس پرېښود.

هلک همداسې مخامخ ور روان و، موږ ویل اوس به ودریږي، اوس به ودریږي خو هغه د یوې زړه څیرونکي چیغې سره چې په ګوره څاه کې یې انګازې وکړې، ولوید. موږ درې ورغلو، د څاه پر څنډو پریوتو، لاسونه مو پر څنډو ونیول او غاړې مو ور اوږدې کړې.

ګوره څاه لس پنځه لس متره ژور و او د تازه باران له وجې اوبه هم ورغلې وې. دننه تیاره وه، یوازې د اوبو یوه سپینه ځلا ښکاریده بس. د هغه راایستل زموږ تر وسې وتلی کار و نو غلي ورڅخه روان شوو.

د ماښام د اذانو سره په هغه پسې ګشت شروع شو. هغه چې یې راوویست نو له ډیرې ژړا یې سلګۍ روانې وې خو موږ چې ویل په وجود به ټوک ټوک وي، سرچپه رک روغ و.

سلیم، شفیق او فضلي چې څومره قسمونه ورته خوړلي و چې هغه ګرده سره موږ لیدلی نه دی خو هغوی ته د سخیګي پلار داسې وردار ورکړی و چې د مور شیدي یې په قی کړي وې. سربیره پر دې مولوي محمد امین په دې بل سهار درې سره پریباسل او سخیګي ته یې د خرما لښته ورکړه، ورته یې وویل چې څنګه دې زړه غواړي هماغسې یې ووهه.

بیا نو سخیګي په خپلې ټولې بې رحمۍ سره داسې ګوزارونه پرې په هک هک خندا وکړل چې نږدې و د فضلي دوی غوندې موږ هم خیږتګونه لانده کړي وو.

دا کیسه موږ داسې پټه وساتله لکه څوک چې د غلا شی د نورو څخه پټ ساتي، یا لکه لېمې چې زموږ څخه د خوښۍ راز پټ کړی دی.”

زړه مې راته نری شو، ځان راته ملامت ښکاره شو چې موږ د یوه بې سترګو انسان هغه د غږونو یوه وړه دنیا څنګه ورانوله؟؟

د پلار ناڅاپي مرګ، د ملګرو جدایي او د خپلې لومړۍ مینې دلاسه ورکولو څه کانې نه وې چې په ما وکړې.

زه په همدې سوچونو کې غرق وم، پر باړخو یوه راروانه اوښکه مې پاکه کړه، ګورم چې په مخامخ المارۍ کې تور پنډ کتاب راته سترګکونه وهي.

د یاداشت یو وړوکی د زیړ ګلاب غوندې زیړ کاغذ ترې راوتلی دی. کتاب ته مې ژر لاس ور اوږد کړ، په زیړ کاغذ په پنسل لیکل شوي و. زما اټکل یې سم خیژاوه چې د لېمې همدا کتاب مطلب دی ځکه هغې همیشه یاداشتونه په پنسل اخیستل.

کتابونه که به یې خپل وای نو پر کتاب به یې خپلې تبصرې هماغلته په هرې پاڼې کې لیکلې او له کتابه به یې د امضاء زده کولو کتابچه جوړه کړې وه.

دوی دوو ته مې هم ورنارې کړې چې کتاب پیدا شو!

#موږ_درې_بلا_پسې

The post موږ درې بلا پسې / اتمه برخه appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/موږ-درې-بلا-پسې-اتمه-برخه/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading