بازتاب نیوز

د فاریاب په دولت آباد کې له افغان ځواکونو سره د نښتو پر مهال د دوو قومندانانو په ګډون ۱۱ وسله وال وژل شوي

٢٨ وری ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د افغانستان دفاع وزارت وايي،تیره

ورځ د فاریاب ولایت  په دولت آباد ولسوالۍ کې د

افغان ځواکونو او طالبانو

تر منځ څلور ځلې نښتې شوي چې په پایله کې د طالبانو د ٢ تنو قوماندانانو هریو عمري

او مولوي نعیم په ګډون ١١ تنه وژل شوي او ٢١ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت د خبر پاڼې په حواله، په

ټپیانو کې ۳ تنه سیمه ییز قومندانان، مولوي نجیب الله د سرې قطعې

قوماندان،مولوي احسان الله سیمه ایز قوماندان او مولوي طاهر د جوزجان ولایت د

قوشتیپې ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسوول چې له خپلو ملکرو سره د ې ولسوالۍ ته

د جګړې لپاره راغلي وو، ټپيان شوي دي.

د خبر پانې له مخې د

طالبانو مړي د جګړې په میدان کې پراته دې.

دفاع وزارت وایي چې په

دې نښتو کې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اووښتې.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/20039

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading