بازتاب نیوز

غزني: د یوه سرګروپ په ګډون ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د غزني د مرکز، ګیلان، ناوي، ګیرو او آب بند ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې له پرون غرمې راهیسې د ائتلافي هوایي ځواک او افغان کومانډو په عملیاتو کې د یوه سرګروپ په ګډون ۲۰ تنه طالبان وژل شوي او ۷ تنه یې ټپیان شوي دي.

د غزني ولایت مقام رسنیز دفتر وایي په ترسره شویو عملیاتو کې د مرکز غزني اړوند په منګور او زیوج کلیو کې د ائتلاف هوایې ځواکونو په عملیاتو کې د یوه طالب سرګروپ سالار په ګډون ۴ تنه طالبان وژل شوي، یو تن ټپي شوی او د طالبانو اړوند یو عراده ډاټسن او یو عراده صرف موټر له منځه وړل شوي دي.

دغه راز تیره ورځ له غرمي وروسته او تیره شپه د ګیلان ولسوالۍ په غونډي خیل، سپیدار، لواړګه، هوتک او الخ کلیو، د ګیرو ولسوالۍ په پارچه، د آب بند ولسوالۍ په سرفراز کلیو او د ناوي ولسوالۍ په اړوندو کې د کومانډو او ائتلاف هوایې ځواکونو په ترسره شویو عملیاتونو کې ۱۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، ۶ تنه ټپیان شوي، یو عراده فولډر، یو موټر سایکل او ګڼ شمیر وسلي یې له منځه تللي دي.

په یادو پوځي اقداماتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي کسانو ته زیان ندی اوښتی.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

The post غزني: د یوه سرګروپ په ګډون ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/غزني-د-یوه-سرګروپ-په-ګډون-۲۷-وسله-والو-ط/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading