بازتاب نیوز

کندوز ته قول اردو منظوره شوې؛ والي د ښو پایلو هیله من دی

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د کندوز والي عبدالجبار نعیمي په دغه ولایت کې د ۲۱۷پامیر په نوم د نوي قول اردو د منظوریدو خبر ورکوي.

نعیمي وایي دا قول اردو به له پوره تشکیل او ټولو امکاناتو برخمنه وي.

هغه زیاتوي: ((کندوز کې ۲۱۷ پامیر قول اردو چې تازه منظوره شوې له پوره تشکیل او ټولو امکاناتو به برخمنه وي، پامیر ۲۰ فرقه چې تازه په ۲۱۷ پامیر قول اردو تبدیل شوې د کندوز او شمال ختیځ زون په هره برخه کې به تهدیدات لمنځه یوسي.))

کندوز ښار څو ورځې مخکې د وسله والو طالبانو تر سختو بریدونو لاندې راغی، خو افغان ځواکونو یې سخته دفاع وکړه.

دغه ولایت د ملي یووالي د حکومت له پیله دوه ځلې سقوط شوی هم دی.

The post کندوز ته قول اردو منظوره شوې؛ والي د ښو پایلو هیله من دی appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/کندوز-ته-قول-اردو-منظوره-شوې؛-والي-د-ښو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading