بازتاب نیوز

په ننګرهار کې درانه سېلابونه؛ درنه مرګ ژوبله او مالي زیانونه لري

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

په ننګرهار کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د سیلابونو، تندر او چت پرېوتو پېښو کې ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې .

چارواکي وایي،د ننګرهار ولایت په مرکز او ۱۵ ولسوالیو کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د سیلابونو،د چت او تندر پرېوتو پېښو د دوو میرمنو او دوو ماشومانو په ګډون اووه تنه شهیدان شوي او د یوې میرمنې دوو ماشومانو په ګډون څلور نور ټپيان شوي دي.

د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د وري په ۲۸مه رسنیو دفتر کې د کنفرانس پر مهال وویل،په مرکز جلال اباد ښار،لعلپورې،هسکه مینې ،مومندرې ،کامې ،شینوارو ،بهسودو،سره رود،دوربابا او یو شمیر نورو ولسوالیو کې د زیاتو اورښتونو او سیلابونو له امله ۲۶۶ کورونه تخریب شوي دي،شاوخوا ۵ زره جریبه ځمکه زیانمنه شوې او ۱۵ څاروي مړه شوي .

هغه زیاته کړه، په هسکه مینه ولسوالۍ کې په یو کور او چپرهار ولسوالۍ کې په یو موټر د تندر پرېوتو پېښه کې یو تن شهید شوی او یوه میرمن او یو ماشوم ټپیان شوي دي.

نوموړی وایي،د روداتو ولسوالۍ په منګل او د سره رود ولسوالۍ په کاکو خیلو سیمو کې د چت او دیوال پرېوتو پېښو کې د دوو ماشومانو او دوو میرمنو په ګډون پنخه تنه شهیدان شوي او د یوې ماشومې په ګډون دوه نور ټپیان دي، همدا راز د اوومې ناحیې په سرخاب پل سیمه کې یو تن د سیلاب وړلو له امله شهید شوی دی .

د خوږیاڼي په وینا سیلابونو د ګوشتې په ولسوالۍ کې دوه کشتې او په سره ورد ولسوالۍ کې ۲ زره متره په اوږدوالي استنادي دیوالونه هم وړ دي .

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي،د دې ولایت والي شاه محمود میاخیل په لارښوونه د تېرې شپې راهیسې په مرکز او ولسوالیو کې ملکي او نظامي مسؤلینو د خلکو د ژغورلو په موخه ګمارل شوي وو .

هغه وایي،د ننګرهار والي،ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیالې،جلال اباد ښاروال،ولسوالانو او نورو مسؤلینو په مرکز او ولسوالیو کې د سیلابونو له امله د بېلابېلو زیانمنو او تر ګواښ لاندې سیمو څخه لیدنې وکړې.

د خوږیاڼي په وینا تر یادو لیدونو وروسته تېره شپه ناوخته د ننګرهار والي په مشرۍ د مرستو رسونې په موخه بېړنۍ کمیټې لومړنۍ او نن سهار د ولایت مرستیالې په مشرۍ دویمه غونډه وکړه او ټاکل شوې ډیر ژر زیانمنو سیمو ته مرستې ورسیږي.

The post په ننګرهار کې درانه سېلابونه؛ درنه مرګ ژوبله او مالي زیانونه لري appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/په-ننګرهار-کې-درانه-سېلابونه؛-درنه-مرګ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading