بازتاب نیوز

افغانستان کې د اوږدې جګړې پر پای د پومپیو ټینګار

٢٨ وری ١٣٩٨ طلوع نیوز

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو ویلي، امریکا متحد ایالات هڅه کوي په خپل تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

نوموړي تکزاس ایالت کې د وینا پرمهال ویلي چې واشنګټن هڅه کوي تر څو خپله اوږده جګړه پای ته ورسوي او د افغانانو او امریکايي سرتېرو ژوند په یوه ډول وژغوري.

په هم دې حال کې پومپیو د افغانستتان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو هم خوښي څرګنده کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي په لنډ وخت کې یې د افغان سولې لپاره یې د امریکا له ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.

مایک پومپیو په داسې حال کې د ا فغانستان د جګړې پای ته رسولو خبره کوي چې طالبانو د اپریل روانې زیږدیزې میاشتې په ۱۲مه د خپلو پسرلنیو پوځي عملیاتو اعلان وکړ.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/pa/afghanistan/%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D8%A7%D9%88%DA%96%D8%AF%DB%90-%D8%AC%DA%AB%DA%93%DB%90-%D9%BE%D8%B1-%D9%BE%D8%A7%DB%8C-%D8%AF-%D9%BE%D9%88%D9%85%D9%BE%DB%8C%D9%88-%D9%BC%DB%8C-%D9%86%DA%AB%D8%A7%D8%B1

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading