بازتاب نیوز

ملګرو ملتونو د طالبانو د پسرلنیو پوځي عملیاتو اعلان وغندو

٢٨ وری ١٣٩٨ طلوع نیوز

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د طالب وسله‎والو لخوا د پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان وغندلو.

یادې شورا سې‎شنبې(د وري په ۲۶مه نېټه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د طالبانو لخوا د پسرلنیو عملیاتو ترسره کولو پایله به د افغانانو د زورېدل وي.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې افغانان د سولې لپاره لېواله دي او دوی نه غواړي چې افغانستان کې نوره جګړه دوام وکړي.

په همدې حال کې زلمي خلیلزاد یو ځل بیا خپره شوي خبرپاڼه کې  افغانستان کې د اوربند په رامنځته کولو ټېنګار کړی دی.

د افغان سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري د طالبانو د پسرلینو عملیانو د غندنې هرکلی کړی او ویلي يې دي چيې نور باید جګړه پای ته ورسېږي.

نوموړي ویلي اوس د دې وخت رارسېدلی چې افغانستان کې اوربند وشي او شته ستونزې د خبرو له لارې هوارې شي.

خلیلزاد ټینګار کړی د جګړې هره خوا چې د اوربند مخالفت کوي، د تاریخ غلط لوري ته ور ګرځي.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/pa/afghanistan/%D9%85%D9%84%DA%AB%D8%B1%D9%88-%D9%85%D9%84%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%88-%D8%AF-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%AF-%D9%BE%D8%B3%D8%B1%D9%84%D9%86%DB%8C%D9%88-%D9%BE%D9%88%DA%81%D9%8A-%D8%B9%D9%85%D9%84%DB%8C%D8%A7%D8%AA%D9%88-%D8%A7%D8%B9%D9%84%D8%A7%D9%86-%D9%88%D8%BA%D9%86%D8%AF%D9%88

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading