بازتاب نیوز

طالبانو له سیلاب ځپلو سره د مرستې غږ کړی

٢٨ وری ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۸ وری، ۱۳۹۸ل): طالبانو په هیواد کې د وروستیو سیلابونو په پایله کې اغېزمنو شویو کورنیو ته د بشري او مرستندویه ټولنو نه پاملرنه د خواشینې وړ بللې او په خپلو جنګیالیو یې غږ کړی څو په دې برخه کې خپلې مرستې ونه سپموي.

په همدې تړاو د طالبانو له رسمي ادرس څخه د « سیلابونو طبیعي بحران او زموږ مسئولیت» تر عنوان لاندې خپره شوې اعلامیه کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو په پایله کې اوښتي تلفات یاد شوي او ورپسې زیاته شوې «د نړۍ په نورو برخو کې که کله چې یو طبعي آفت راځي، نو نړیوالې مرستندویې ادارې، د بشري حقوقو سازمانونه او خیریه بنسټونه د بشرپالنې شعار پورته کوي. په رسنیو کې د خلک پام را جلبوي، د مرستو راټولولو کمپاینونه پیلیږي، یو ځانګړی فنډ ترتیبیږي او بیا حکومتونه، ټولنې او اشخاص د خپل توان په اندازه ورسره مرسته کوي تر څو له طبعي آفت ځپلیو سره کومک وشي».

اعلامیه وړاندې زیاتوي «خو د تأسف ځای دا دی چې زموږ له مظلوم او غریب اولس سره په دې برخه کې هم غیرعادلانه چلند کیږي. په داسې حال کې چې له یوې میاشتې راهیسې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې په طبعي آفاتو کې خلک متضرر کیږي او لا هم دا لړۍ جریان لري خو د مرستې لپاره یې نه په ملي او نه په بین المللي کچه کوم مؤثر اقدام شوی دی».

همدا راز په یاده اعلامیه کې طالبانو  انجیو ګانې، مؤسسې او مرستندویه ادارې تورنې کړې چې ورته راغلې پیسې بېځایه مصرفوي او د اړمنو خلګو لاسنیوی کوي «په هیواد کې د مرستندویه ادارو تر نوم لاندې دNGO ګانو شمیر تر زرګونو رسیږي. هره مؤسسه د بشري کومک دعوه لري خو د اړتیا په ورځ ټول مؤسسات غائب دي. داسې معلومیږي لکه دې مؤسساتو ته چې بشري مرسته یوازې د لوکسو دفترونو درلودل، په قیمتي موټرو کې ګرځیدل، د لوړو ډالري معاشاتو نغدول او یوازې د تبلیغاتو تر کچې خپل نوم لوړول او کاغذي احصائیې خپرول ښکاریږي. د تأسف وړ دا ده چې اکثره دغه تش په نوم خیریه ټولنې چې خیریه فعالیت نلري علاوه لا زموږ د بحران ځپلي اولس په نوم راغلې مرستې او خیریه کومکونه هم حیف او میل کوي او اولس ترېنه محرومیږي».

طالبانو په پای کې په خپلو جنګیالیو غږ کړی چې تر وسه، وسه له اړمنو کورنیو سره مرستې وکړي او د اړتیاوو په پوره کولو کې یې تر څنګ ودرېږي «د افغانستان اسلامي امارت لکه څنګه چې له سیلاب ځپلو او نورو طبعي آفاتو له متضررینو سره مرسته خپل مکلفیت بولي او په خپلو تر واک لاندې سیمو کې یې خپل مجاهدین په بشري مرستو مکلف کړي دي. دغه راز په ټولو هیو ادولو او نړیوالو غږ کوي، چې په دې اضطراري حالت کې د سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي. هغوی ته د سرپناه، خوراک څښاک او اولیه کومکونو په تهیه کولو کې خپل وس ونه سپمو».

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/143179/%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%88-%D9%84%D9%87-%D8%B3%DB%8C%D9%84%D8%A7%D8%A8-%DA%81%D9%BE%D9%84%D9%88-%D8%B3%D8%B1%D9%87-%D8%AF-%D9%85%D8%B1%D8%B3%D8%AA%DB%90-%D8%BA%DA%96-%DA%A9%DA%93%DB%8C/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading