بازتاب نیوز

د کرنې وزارت قراردادونه؛ تېرکال ۷۵۰ میلیونه افغانۍ سپما پکې شوې

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وایي، تېر کال د کرنې وزارت توانېدلې ده، چې په مرکز کې په خپلو قراردادونو کې ۷۵۰ میلیونه افغانۍ سپما کړي.

ښاغلي درانی ددې وزارت د ټولو ولایتونو رییسانو د ولایتي همغږۍ په کلني کنفرانس کې وویل، چې د کرنې وزارت د هغه پلان پر بنسټ چې فساد سره د مبارزې په پار یې لري؛ ددې وزارت د مرکز قرادادونه له ټاکل شویو بیو څخه لږ تر لږه ۲۵ تر ۳۵ سلنه په ټېټه بیه لاسلیک شوي دي. د کرنې وزیر وویل: «په مرکز کې مو تېرکال د خپل توان په مطابق کابو ۷۵۰ میلیونه افغانۍ په قراردادونو کې سپما کړې. دا په دې مانا چې د تېر کال قراردادونه له ۲۵ تر ۳۵ سلنه په کمه بیه چې د ادراتو او پروژو له خوا اټکل شوې ول په قرارداد ورکړل شوي دي. دا یو معنا لري او تاسو په خپله دا تفسیر کړئ چې بیې ولې دومره لوړ محاسبه کیږي.»

نصیر احمد درانی د کرنې وزارت له ولایتي رییسانو وغوښتل، چې د بودیجې په لګول کې دې روڼتیا او لازم دقت ته ډېره پاملرنه وکړي او پرې نږدې چې بیت المال بې ځایه مصرف شي.

ښاغلی درانی زیاته کړه، کله چې ځینې ادارې د پراختیایي بودیجې د لږ مصرف په پار تر فشار لاندې نېول کېدل د خپلو اداراتو د دېوالونو کاشي په یې تبدیلول تر څو وکولای شي، چې ډېرې پیسې مصرف کړي. د کرنې وزیر د دوی دا کار «خیانت او بیت المال ته جفا» و بلله؛ وویل: «هیله مې داده چې د پیسې په لګولو کې دقت او روڼتیا ته پاملرنه ووشي او په زړه سوی سره کار وکړو او پیسې باید په خپل ځای ولګول شي.»

نصیر احمد درانی همداراز اداري فساد سره پر مبارزې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې باید په دې برخه کې په ټول قوت سره کار وکړو. هغه وویل: «زه تاسو سره ژمنه کوم، چې فساد سره د مبارزې په برخه کې هیڅ ډول ځواک او قوت نه منم، کوم شي ته نه تسلیمیږم او هر هغه څوک چې فاسد وي او په هر موقف کې چې وي پر وړاندې یې درېږم.»

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر په ولایتونو کې د بېوزلۍ د کچې په ټېټولو او د خلکو د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې د کرنې وزارت د ریاستونو ونډه مهم او اغېزناکه وبلله او له هغوي وغوښت، چې خپل ټولې برنامې خپلو ولایتونو لومړیتوبونو ته په کتو تنظیم او پلي کړي. هغه وویل، چې د کرنې وزارت ولایتي چارواکي هر یوه یې مسوولیت لري، چې خپلو حیواني او کرنیزو محصولاتو ته موخه وټاکي او موخو ته د رسېدو په پار باید ځانګړي برنامې ولري. درانی وویل، چې هغه طرح شوي او منظمو برنامو پلي کولو ته ژمن دی. هغه وویل: «زه له هغو کسانو څخه یم، چې زما همکاران که کوم نوښت وکړي یا سمه پرېکړه وکړي، زه یې ملاتړ کوم.»

نصیر احمد درانی په خپلو خبرو کې خلکو ته پر خپل وخت پر اطلاع رسونې هم ټینګار وکړ او وویل، چې په ولایتونو کې د کرنې وزارت د ریاستونو چارواکي دې خپلې نېمګړتیاوې او ضعف نه پټوي. دکرنې وزیر وویل: «د قانون په لحاظ هم مونږ په اطلاع روسنې مکلف یو او همداراز کوم مسوولیت چې مونږ ته سپارل شوی دی هغه هم رفع کوو او خلکو ته یې رسوو چې دا کارونه موکړي دي او دا کارونه مو نه دي کړي. خو د اطلاع رسونې په څنګ کې مونږ نه باید هغه کارونه چې مو نه دي کړي هغه منعکس نه کړو.»

نصیر احمد درانی ټینګار وکړ چې د نهادونو چارواکي دي باید په خپلو ناکامیو هم اعتراف وکړي او له خلکو څخه دې حقایق پټ نه کړي. د هغه په خبره، د حقایقو ویل او بازتاب د چارواکو شخصیت جوړوي او د دوي رښتنولي ښیي. ښاغلي درانی د کرنې وزارت ولایتي ریاستونو چارواکو ته په خطاب کې وویل:«تاسو له خلکو سره حقایق شریک کړئ، بیابه خلک او رسنۍ له تاسو دفاع کوي.»

د ولایتونو د همغږي کنفرانس دکرنې او مالدارۍ په برخه کې د ستونزو، فرصتونو او ننګونو د وړاندې کولو او د ولایتونو د رییسانو د وړاندیزونو په هکله د دوو ورځو لپاره په کابل کې په لاره اچول شوې ده. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامې د لوی ریاست چارسمبال شکیب شریفي وایي، چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې د ولایتونو ستونزې او فرصتونه د زونونو په کچه وړاندې کیږي او دغو ستونزو او ننګونو ته د حل لارې پیداکولو په پار هلې ځلي کیږي.

The post د کرنې وزارت قراردادونه؛ تېرکال ۷۵۰ میلیونه افغانۍ سپما پکې شوې appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-کرنې-وزارت-قراردادونه؛-تېرکال-۷۵۰-می/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading