بازتاب نیوز

یوناما په کندهار کې د ملکي تلفاتو کموالی وستايه

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

په جنوب کې د ملګرو ملتونو یا یوناما دفتر مشر روبين کلپین د کندهار له امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان سره وکتل او په کندهار کې يې د نورو ولایتونو په پرتله د ملکي وګړو د تلفاتو کموالی وستايه.

په دې لیدنه کې، چې په جنوب لوېدیځې حوزې کې د بشري حقوقو مشره نتالیا هم حاضره وه، له قوماندان څخه په دې برخه کې د نور هلو – ځلو غوښتنه وکړه.

په جنوب کې د یوناما مشر په تېر ۲۰۱۸ زديز کال کې د ملکي تلفاتو د شمېر د زیاتوالي خبر ورکړی، خو په هلمند، زابل، روزګان او کندهار کې دا کچه ۱۸ سلنه کمه شوې وه.

دده په وینا، چې په جنوب کې ملکي وګړو ته تر ټولو ډېر تلفات په هلمند او تر ټولو کم په کندهار کې اوښتي وه.

هغه زياته کړه، د ملکي تلفاتو ۶۰ سلنه يې د وسله والو له لوري رامنځته کیږي، خو پاته يې د بهرنيو او کورنيو ځواکونو له امله وي، چې باید مخنیوی يې وشي.

د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین هغوئ ته په جواب کې وویل، امنیتي ځواکونه د ملکي وګړو د ساتنې مسولیت لري او په دې برخه کې يې ځانونه قرباني کړي.

دده په وینا، چې ملکي وګړو ته تر ډېره تلفات د وسله والو طالبانو د ښخ شويو ماینونو له امله اوړي.

د کندهار امنیه قوماندان له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل، چې د سولې په برخه کې هڅې زیاتې کړي او د شفافو ټاکنو انتخاباتو لپاره زمينه برابره شي.

The post یوناما په کندهار کې د ملکي تلفاتو کموالی وستايه appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/یومانا-په-کندهار-کې-د-ملکي-تلفاتو-کموال/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading