بازتاب نیوز

د قطر ناسته او يوه لنډه محاسبه! بیت الله حمیدي

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

طالب په افغانستان که په ژورناليستانو، د بشري حقونو په فعالانو، د سياسي احزابو په غړيو، د موسسو په کارکوونکو، ډاکټرانو او حتا د معارف په ښوونکو او زدکوونکو او د پوهنتونونو په محصلينو حملې کړې دي او هغوي يې وژلي دي.

>> دا يعنې طالبان په افغانستان کې له ځانه بغيير د بلې هرې ډلې سره عملاً په جګړه کې دي، په تېره بيا د افغان دولت په قلمرو کې فعالو ټولو مدني او سياسي ډلو ته طالب يو حقيقي خطر دی.

>>د طالب سوله هم بايد د دې ټولو ډلو سره وشي.

اوس نو د سولې د پاره بايد دا ټولې ډلې د سولې په خبرو کې شاملې وي، ځکه هيڅوک هم نه غواړي په دې سوله کې زيان وکړي.

>>که د څو زرو طالبانو د يوې ډلې په نماينده گي د قطر غونډه کې لږ تر لږه له لسو تر پنځلسو کسان ګډون کوي نو د افغان ولس ۳۱ ميليونه خلکو د سلګونو ډلو په نماينده ګي ولې ۲۵۰ مشران ګډون ونکړي؟؟

زه منم د داسې غونډو د پاره د دولت ليست واقعاً هم اوږد دی، او افغان دولت چې د د ولس استازی دی بايد د دولت يو ټيم ولس استازيتوب هم وکړي، خو همدا ډرامه هم طالبانو پيل کړه. دوی د دولت سره د خبرو په ځای په مسکو کې د لسګونو کسانو سره ولېدل او د دولت سره له لېدلو يې انکار وکړ، اوس دا ډلې په هره غونډه کې ګډون کول د ځان حق ګڼي او فکر کوي دولت د دوی ګټې نشي خوندي کولای.

دولت هم چې د ټول شموله سولې غوښتونکی دی، مجبور دی په خپل قلمرو کې د فعالو ډلو خبرو ته غوږ ونيسي.

The post د قطر ناسته او يوه لنډه محاسبه! بیت الله حمیدي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-قطر-ناسته-او-يوه-لنډه-محاسبه-بیت-الله/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading