بازتاب نیوز

د ښوونکو مسلکي کیدل؛ سږ کال یې ۴۰ زره تنه لوړو زده کړو نه فارغیږي

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د پوهنې وزارت سرپرست، محمد میرویس بلخي نن ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل: په روان کال کې به ۲۰ زره دولسم پاس ښوونکي د داخل خدت پروګرام له لارې د ښوونکو د روزنې په مرکزنو کې د څوارلسم پاس په کچه زده کړې تر لاسه کړي او ۲۰ زره نور څوارلسم پاس ښوونکي به د لیسانس درجې د تر لاسه کولو په موخه پوهنتونونو ته ور وپېژندل شي.

هغه زیاته کړه چې تر راتونکو پنځو کلونو پورې به د پوهنې وزارت له معیارونو سره سم د ټولو غیر مسلکي ښوونکو وړتیا لوړه شي او د ښوونکو د کمښت ستونزې د هوارولو په موخه؛ په هغو څانګو کې چې اړتیا یې لیدل کېږي د ۱۱ زره ریزرف ښووونکو د ګومارنې بهیر دوام لري.

همدارنګه د پوهنې وزارت سرپرست وویل، چې د روان کال په اوږدو کې به ۱۴۰ ښوونځي ارتقا وکړي او د هیواد په لرو پرتو سیمو کې به زده کړو ته د زده کوونکو د اسانه لاسرسي په موخه د زده کړو ۱۱۷۰ سیمه ییز او چټک ټولګي رامنځته شي.

د ښځو، کوچیانو او د دولتي ادارو د خدماتي کارکوونکو په ګډون د ۲۰۰ زره تنو لپاره چې د سواد له نعمت څخه بې برخې دي د سواد زده کړې ۱۱ زره کورسونه او د ۱۰ زره نورو لپاره د مسلکي زده کړو پروګرام په لاره اچول کېږي.

دغه راز ۲۷۰۰ ښوونځي د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت لخوا او ۳۰۰ نور ښوونځي د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لخوا جوړېږي.

همدارنګه ۵۰۰ ښوونځي به ترمیم او ورغول شي، ۱۲۹۰ ښوونځي به په لابراتوار او کمپیوټر سمبال شي او ۲۰۰ نور ښوونځي به د مخابراتو وزارت له لوري له انټرنټ سره ونښلول شي.

ښاغلي بلخي وویل په ۱۳۹۸ کال کې د کتابونو د کمښت ستونزې د هوارولو په موخه؛ ۵۰ میلیونه ټوکه کتابونه چاپ شوي او د زده کوونکو په واک کې به ورکړل شي. دغه راز د ښوونیزو مرکزونو د زده کوونکو لپاره به د ۲.۲ میلیونه ټوکه درسي کتابونو د وېش لړۍ هم پیل شي.

د ښوونځیو په ځان بسیا کېدو طرحه، د زده کوونکو د درجه بندۍ طرحه او د ښوونکي د مقام د ښه والي طرحه د هغو تازه طرحو له ډلې څخه دي چې عصري زده کړو ته د رسېدو په موخه د پوهنې وزارت تر کار لاندې نیولې دي.

د دې تر څنګ په هیواد کې د پوهنې وضعیت د ښه والي په موخه له نړیوالو بنسټونو سره د ۳۳۴ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د دو تفاهم لیکلونو لاسلیکول، د پوهنې کیفیت د لوړولو او له زده کړو څخه د بې برخې ماشومانو لپاره د زده کړو د زمینې برابرولو په هدف له نورو همکارو موسسو سره د ۱۰۷ تفاهم لیکونو او له دولتي ادارو سره د ۴۷ تفاهم لیکونو لاسلیکول، له پوهنې وزارت سره د خلکو د مرستې په پایله کې د ۵۰۰ تړل شویو ښوونځیو پرانیستل، د ۷ زره سیمه ییزو ټولګیو له لارې ۱۹۷ زره زده کوونکو لپاره ښوونې او روزنې ته د لاسرسي د آسانه زمینې برابرول، د سواد زده کړې له کورسونو څخه د ۱۹۷ زره سواد زده کوونکو فارغېدل او د څوارلسم پاس تر کچې د ۲۰ زره ښوونکو د وړتیا لوړول؛ په ۱۳۹۷ کال کې د پوهنې وزارت له اساسي لاسته راوړنو څخه دي.

د پوهنې وزارت سرپرست د دغه وزارت په جوړښت کې بنسټیز اصلاحات د پوهنې لسیزې د کلیدي موخو په توګه یاد کړل او ویې ویل: د پوهنې وزارت په وړاندیز سره د پوهنې د لسیزې طرحه د جمهور رییس لخوا تایید شوې او په ۱۳۹۸ پوهنیز کال کې د زده کوونکو، سواد زده کوونکو، ښوونکو، تعلمیي نصاب د ښه والي او د ښوونځیو د رول زیاتولو لپاره د پوهنې وزارت د ماموریت او مسوولیتونو د عملي تطبیق په موخه د پوهنې د لس کلنې ستراتېژۍ سند طرحه او تطبیقوي.

The post د ښوونکو مسلکي کیدل؛ سږ کال یې ۴۰ زره تنه لوړو زده کړو نه فارغیږي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-ښوونکو-مسلکي-کیدل؛-سږ-کال-یې-۴۰-زره-تن/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading