بازتاب نیوز

د گیم اف ترونز آتم فصل، ۱۷.۴میلیونو خلکو کتلي دي

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

آمریکایي سریال گيم اف ترونز چي تر اوسه یې یوازي اته برخي تکمیلي سوي او وړاندي سوي د تر ټولو زیاتو کتل سوو سریالونو په قطار کي راغلي دي. ویل کېږي د یاد سریال اخیري برخي یعني آتم فصل چي تازه پر میډیا نشر سوي دي، ۱۷.۴میلیونو خلکو کتلي دي چي د یاد شمیر څخه ۱۱.۸ میلینوخلکو پر لیني چینلونو کتلي دي.

د HBO له لوري په یوه اعلان کي ویل سوي چي یاد فلم د زیاتو کتل سوو سریالونو ریکارډ مات کړي ځکه په وینا یې یاد فلم نور ټول سریالونه شاته پریښي دي.  یاد ارګان دا هم ویلي دي چي د گیم اف ترونز آتم فصل د نورو فصلونو په پرتله ۵۰ فیصده او د اووم فصل په پرتله ۹۷ فیصده زیات کتل سوي فصل دي. په یاد راپور کي ویل سوي چي نوموړي سریال د ۵ میلیونوڅخه زیاتو خلکو ټویټ کړي دي.

د یاد آمریکایي سریال ټول ټال اته فصله تکمیل سوي او لا کیداي سي چي نور فصلونه یې هم وړاندي سي. د یاد سریال اتم فصل د تر ټولو زیات کتل سوو سریالونو ریکارډ مات کړ.

The post د گیم اف ترونز آتم فصل، ۱۷.۴میلیونو خلکو کتلي دي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-گیم-اف-ترونز-آتم-فصل،-۱۷-۴میلیونو-خلکو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading