بازتاب نیوز

غني: قطر ته تلونکی پلاوی د افغان حکومت او ملت استازي کوي

٢٨ وری ١٣٩٨ بی بی سی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چارشنبې په ورځ قطر ته تلونکي پلاوي ځینې غړو ته خبرو کې وویل، چې دا کسان له طالبانو سره خبرو کې د افغان حکومت او ملت استازي کوي.

ولسمشر غني دا غونډه چې د اپرېل په ۲۰ او ۲۱ جوړېږي یو چانس وباله او له دې کسانو یې وغوښتل چې طالبان قانع کړي چې له افغان حکومت سره له خبرو پرته بله لار نه لري.

که څه هم طالبان وايي، چې دې غونډه کې څوک د افغان حکومت په استازي ګډون نشي کولی، خو اشرف غني خپله وینا کې وویل، چې دا ۲۵۰ کسیز پلاوی د حکومت استازي کوي:

تاسو قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او ستر عظم واحد ملت استازي کوئ د هر ماشوم، ښځې معلول، شهیدې کورنۍ او افغان وګړي د حقونو استازي کوئ، داسې حقونه چې د افغانستان اساسي قانون کې درج دي.

د نوموړي په خبره، له افغان حکومت او ولس استازي ځکه مهمه ده چې هیڅوک هم د دولت له چارچوب پرته د ملت استازي نشي کولی:

نوموړي د نظام موجودیت او سرې کرښې د دې وطن له مشترکو هیلو او ارزوګانو جوړې شوې دي.

نوموړي له دې پلاوي وغوښتل چې طالبانو ته د سولې خبرو قناعت ور کړئ، طالبان قانع کړئ چې د جنګ ختمولو لپاره له خبرو بله لار نشته:

د وینې تویول بریالیتوب نه دی او نه کومه اتلولي ده. د سیاسی حل لارې موندل غالب او مغلوب نه لري.

د سولې ګټونکی به افغان ماشومان، مېرمنې، د افغانستان یتمیان او ځانګړي ډول ولس او راتلونکي نسلونه وي.

هغه وویل، چې سوله د ځان لپاره نه بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره کوي:

د غني دا خبرې په داسې مهال دی چې طالبانو یو ځل بیا یوه اعلامیه کې ویلي چې قطر ته د کابل تلونکی پلاوی د حکومت استازی نه دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خپلو خبرو کې د افغان حکومت په ۲۵۰ کسیز پلاوي هم نیوکه کړې او د ده په خبره، دا ډول پلاوی دومره زیات کسان نه وي.

دې پلاوي ته خواله رسنیو کې هم ډېر پام ور اوښتی او اضافي بلل شوي دي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-47959639

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading