بازتاب نیوز

ننګرهار: د چت را پريوتو له امله ۴ تنه مړه او ۲ ژوبل شوي

٢٨ وری ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۸ل): له ننګرهار ولایت څخه راپورونه وایی چې د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د سختو اورښتونو له کبله د خټینو کورونو چتونه را لویدلي، چې په یوه کور کې شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

دا پيښه تيره شپه د یادې ولسوالۍ اړوند، منګل کلي کې رامنځته شوې ده.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایی، په دغه پيښه کې څلور کسان، چې دوې ميرمنې او دوه کوچنيان دي؛ مړه شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

یاده دي وي چې له تيرو څو ورځو راهيسې د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې سخت بارانونه شوي چې له کبله يې سيلابونه راوتلي او د مرګ ژوبلي ترڅنګ یې ګڼو خلکو ته بې شمېره مالي تلفات هم اړولي دي.

چارواکي وایي چې وروستیو سیلابونو د هېواد په شلو ولایتونو کې ۱۳۴ کسان مړه کړي ۳۸ نادرکه، او ۴۶۴۷ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

بلخوا طالبانو هم پر خیریه بنسټونو ږغ کړی چې له اورښت ځپلو هیوادوالو سره دې عاجلو بشري مرستو ته را ودانګي، همدارنګه طالبانو پرخپلو جنګیالیو هم ږغ کړی چې په دې برخه کې له هیوادوالو سره هرډول مرستو ته چمتو شي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/143184/%D9%86%D9%86%DA%AB%D8%B1%D9%87%D8%A7%D8%B1-%D8%AF-%DA%86%D8%AA-%D8%B1%D8%A7-%D9%BE%D8%B1%D9%8A%D9%88%D8%AA%D9%88-%D9%84%D9%87-%D8%A7%D9%85%D9%84%D9%87-%DB%B4-%D8%AA%D9%86%D9%87-%D9%85%DA%93%D9%87/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading