بازتاب نیوز

په لسو ولایتونو کې د خالد او الفتح عملیاتو پر ضد لاریونه شوي

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د سولې د ولسي حرکت یا پي پي ایم غړیو د هېواد په لسو ولایتونو کې لارو او کوڅو ته راووتلل او د حکومت او طالبانو له لورې اعلان شوي عملیات يې وغندل.

کابو یوه میاشت وړاندې ولسمشر غني په یوې ناستې کې د طالبانو پر ضد د خالد په نوم عملیات اعلان کړل، چې ورسره سم طالبانو هم دوې اوونۍ وړاندې عملیات پیل کړل.

دا عملیات په داسې مهال اعلانېږي، چې امریکا، طالبان او حکومت د سولې د خبرو لپاره استازي ټاکي.

د سولې د ولسي حرکت غړيو په لسو ولایتونو کې د لاریونونو پر مهال ددې عملیاتو غندنه کړې او د جګړې له ښکېلو غاړو يې غوښتې، چې دا عملیات ودروي.

د لاریونو په پرمهال د اوربند غوښتنه هم وشوه.

د یادونې وړده، چې دا لاريونونه به سبا پنجشنبه له خوست ولايت څخه پيل وروسته به ننګرهار، بلخ، کندهار او نورو ولايتونو ته هم وغځول سي.

The post په لسو ولایتونو کې د خالد او الفتح عملیاتو پر ضد لاریونه شوي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/په-لسو-ولایتونو-کې-د-خالد-او-الفتح-عملیا/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading