بازتاب نیوز

ولسمشر غني : د قطر د ناستې پلاوی د افغان حکومت استازیتوب کوي

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

په داسې حال کې، چې طالبان وايي، د حکومت په استازيتوب له هیچا سره خبرو ته نه کښينې، خو ولسمشر غني نن د قطر د غونډې له ګډونوالو سره په ناسته کې ويلي، تلونکي کسان به د افغانستان د اسلامي دولت او ملت استازیتوب کوي.

ولسمشر غني نن له حکومتي چارواکو، سیاسي او جهادي څېرو سره په ناسته کې وویل اوس داسې یو تاریخي فرصت په لاس راغلی چې موږ په ژور فکر او بحثونو خپلې دایمي ستونزې حل کړو.

ښاغلي غني په دې کتنه کې څرګنده کړه:«تاسې هغه ماموریت شروع  کوئ چې ولس ورته څلوېښت کاله صبر کړی او تاسې د دې ولس ورکه چې دوامداره او تلپاتې سوله ده، ترلاسه کوئ.‎»

ولسمشر غني همداراز ټینګار کوي چې ستاسو ماموریت د افغانستان د ټولنې او دولت هیلې تمثیلوي او د ټول ولس عملي استازیتوب کوئ.

دی وايي د سولې لپاره ملي، اسلامي، سیمه ییز او بین المللي شرایط چمتو دي او  یوازې ولس پرېکړه کوي چې کوم شرایط او حدود مني او له کومو سره مخالفت لري.

نوموړی د سولې په تړاو وروستي پرېکړه کوونکي خلک بولي او زیاتوي:« د سولې وروستی تصمیم نیونکی ملت دی. موږ او تاسو ټول استازي یوو. زموږ قوت او عزت  په همدې استازیتوب کې دی. مسوولیت مو هم له همدې استازیتوب  سرچینه اخلي او همدا استازیتوب زموږ د واکونو حدود ټاکي.»

ولسمشر همداراز دوحه کې له ګډون کوونکي پلاوي غواړي چې د افغانستان دردونه له طالبانو سره شریک کړي:«‎د اوسني افغانستان واقعیتونه، هیلې، دردونه او لید له طالبانو سره شریک کړئ، هغوی وپېژنئ او فرصت ورکړئ چې تاسې وپېژني. د نظام موجودیت او سرې کرښې د دې وطن له مشترکو هیلو او ارزوګانو څخه جوړې شوې دي.»

هغه زیاته کړې چې طالبان قانع کړئ څو دولت سره له مذاکراتو بغیر بله لار نه لري او د جنګ د ختمولو لپاره بله نسخه نه پیدا کېږي، زموږ خپل تاریخ راته وايي چې پردي ‎زموږ لپاره تصمیم نشي نیولی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو قطر ته د افغان ۲۵۰ کسیزه پلاوي د  تګ په تړاو غبرګون ښودلی او په اعلامیه کې یې ویلي دي چې د قطر ناسته په یوه لیري خلیجي هېواد کې منظمه ناسته ده، نه د کوم واده او یا هم د کابل په کوم هوټل کې د مېلمستیا مراسم.

The post ولسمشر غني : د قطر د ناستې پلاوی د افغان حکومت استازیتوب کوي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/ولسمشر-غني-د-قطر-د-ناستې-پلاوی-د-افغان-ح/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading