بازتاب نیوز

ولسمشر غني: انتحار، انفجار، ډزو او بمباریو، روحاً او جسماً ستړي کړي یوو

٢٨ وری ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د

افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، نن چهارشنبه د حمل ( وري) په ۲۸ مه، دوحې

ناسته کې د افغانستان  دولت د ګډون  کوونکي پلاوي سره په کتنه

کې ویلي،” زموږ ګډ درد دا دی چې هره ورځ د وینې توېدو شاهدان یوو. انتحار،

انفجار، ډزو او بمباریو، روحاً او جسماً ستړي کړي یوو، خو دا چې زموږ په زړونو او

وینه  کې وطن سره د زرهاو کلونو مینه ده، نه ماتېږو او نه نهیلې کېږو”.

د ارګ له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله، ولسمشر غني، د دوحې په ناسته کې

ګډون کوونکي افغان پلاوي ته خطاب کې ویلي،” تاسې هغه ماموریت شروع  کوئ چې

ولس ورته څلوېښت کاله صبر کړی او تاسې د دې ولس ورکه چې دوامداره او تلپاتې سوله

ده، ترلاسه کوئ”.

خبر پاڼه زیاتوي، ولسمشر په خپلو خبرو کې څرګنده کړې،” یو تاریخي فرصت په لاس راغلی چې موږ په ژور فکر او بحثونو خپلې

دایمي ستونزې حل کړو. د خپلواک ملت په توګه هغه تصامیم نیسو چې د خدای رضا او د

ملت خېر په کې نغښتې. محمداشرف غني وویل، د سولې لپاره ملي، اسلامي، سیمه ییز او

بین المللي شرایط چمتو دي او سوله د جرئت  او قوت سمبول ده. هغه زیاته کړه،

یوازې ولس پرېکړه کوي چې کوم شرایط او حدود مني او له کومو سره مخالفت لري”. 

په دغې کته

کې ولسمشر غني دغو پلاوي ته ویلي چې، تاسو ته د لومړي ځل

لپاره  له مقابل لوري سره د هر اړخیزو بحثونو زمینه برابره شوې. تاسو په قطر

کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او افغان ملت استازیتوب کوئ او دا استازیتوب

مهم دی.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/20042

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading