بازتاب نیوز

ولسمشر غني: سوله د راتلونکي نسل د هوساینې لپاره کوو

٢٨ حمل ١٣٩٨ رادیو تلویزیون ملی افغانستان

افغان ولسمشر اشرف غني قطر ته له تلونکي پلاوي سره کتلي دي.

دا ناسته نن چهارشنبه د حمل په(۲۸) په ارګ شوې وه.

دپخلاینې پلاوی د اپریل پر۱۹ قطر ته ځي او پر ۲۰ او ۲۱ نېټه به له ۲۵ کسیز طالب استازو سره خبرې کوي.

د پخلاینې دې پلاوي ته ولسمشر وویل تاسې هغه ماموریت شروع کړی چې، ولس ۴۰ کاله ورته انتظار و. د ده په وینا او هغه ورکه، تلپاتې او دوامداره سوله ده.

زموږ مسئولیت دا دی چې له ځانځاني تېرشو او دا ۴۰ کلن بهران ختم کړو.

ښاغل غني دا یو تاریخي فرصت وباله او ویې ویل چې، راځئ په ګډه تصمیم ونیسو او روانې وینه تویدنې ته د پای ټکي کېږدو.

د ښاغلي غني په وینا د سولې لپاره په سیمه ئیزه او نړیواله کچه شرایط برابر دی او موږ باید له دې ګټه پورته کړو.

د ولسمشر په وینا انتحار، انفجار، ډزو او بمباریو، روحا او جسما ستړي کړي یوو.

له طالب استازو سره په زغم او دقت د ولس غوښتنې شریکې کړئ او

د هغوی درد، مجبوریت او نظریات واورئ او ملت ته یو روښانه ځواب راوړئ.

که څه هم طالبان وایي، چې په دې غونډه کې څوک د افغان حکومت په استازیتوب ګډون نشي کولی، ولې ولسمشر غني وویل دا ۲۵۰ کسیز پلاوی د حکومت او ولس استازي دي، یوازې ولس دا پرېکړه کولای شي چې کوم شرایط او حدود ومني.

په ننۍ ناسته کې پخواني ولسمشر کرزي وویل خوشاله یم چې د سولې ته د رسېدو اراده مو کړې. د افغانستان خلکو ته تر دې بل د خوشالۍ خبره نشته.

دې پلاوي ته د جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف سپارښتنه دا وه چې، تاسې د مناظرې او مناقشې لپاره قطر ته نه ځئ، بلکې د سولې په نیت په دې ناسته کې برخه واخلئ.

افغان حکومت د همدې میاشتې په اوږدو کې د پخلاینې عالي شورا جوړه کړه چې له طالب استازو سره د سولې په اړه خبرې وکړي.

یادې شورا له څو ناستو وروسته تېره ورځ یو ۲۵۰ کسیز نوملړ خپور کړ چې په هغه کې د سولې عالي شورا، مدني ټولنو، دیني عالمانو، سیاسې اشخاص، ښځې او نور پرګنیو استازي برخه وال دي.

که څه هم دا پلاوی د پرېکړې صلاحیت نه لري ولې د حکومت په اصطلاح له سرو کرښو به دفاع کوي.

بل پلو دې اوږده لېست په کور دننه او بهر ډېر پام ځان ته وراړولی.

طالب ویاند زبیح الله مجاهد په نظزي انداز د پخلاینې په ۲۵۰ نوملړ نیوکه کړې او ویلي یې دی چې د لېست جوړوونکي باید درک کړي چې دا لرې په خلیجي هیواد کې منظم او پلاني کنفرانس دی، نه د کابل کوم تالار کې مېلمستیا او واده.

لینک اصلی: https://rta.af/internal-news/28533/

بازکردن لینک اصلی

بیشتر بخوانید از رادیو تلویزیون ملی افغانستان

آخرین خبر ها:

Loading