بازتاب نیوز

هلمند والي: ټولې ادارې به ولس ته حساب ورکوي

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د هلمند والي وايي، ټولې دولتي ادارې مکلفې دي چې ولس ته پر وخت حساب ورکړي او خلکو ته قناعت ورکړي.

ادارې باید په نوبت وار ډول هره ورځ ولسونو ته حساب ورکړي او د هلمند اوسېدونکي دي د حساب ورکولو په دې غونډو کي ګډون وکړي ترڅو د ټولو دولتي ادارو د کارونو او فعالیتونو په اړه خبر شي او کومي پوښتنې او نظرونه چي لري ددې غونډي پرمهال يې شریک کړي.

د اداري غونډې د پېل پر مهال ددې ولايت د اقتصاد شهيد شوي رئيس محمد خان نصرت څوکۍ تشه او مخې ته يې د هغه انځور ايښودل شوی وو، چې د شهيد نصرت په ګډون ټولو شهيدانو ته د دعا لاسونه پورته شول.

د هلمند والي وويل، لښکرګاه کې ټولې ادارې مکلفې دي چې ولس ته قناعت او حساب ورکړي.

The post هلمند والي: ټولې ادارې به ولس ته حساب ورکوي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/هلمند-والي-ټولې-ادارې-به-ولس-ته-حساب-ور/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading