بازتاب نیوز

له مخابراتي سکتور څخه ناراضۍ؛ ولسمشر د معلوماتي ټیکنالوژۍ عالي شورا جوړوي

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د ولسمشر په مشرۍ د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ د عالي شورا د رامنځته کیدو خبر ورکوي.

وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا شورا به زر خپله لومړۍ غونډه وکړي.

د سرچینې له مخې ولسمشر د دغې شورا د جوړیدو طرحه منظوره کړې ده.

د شورا د جوړیدو هدف د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ په برخه کې هر اړخیز او دقیق کار او د چارو سمه څارنه ښودل شوې.

د ولسمشر کرزي په حکومت کې هم دغه شورا جوړه شوې وه، چې د ولسمشر د دویم مرستیال په مشرۍ یې فعالیت کاوه.

د شورا د بیا جوړیدو خبره په داسې وخت کیږي، چې له مخابراتي سکتور څخه ورځ تربلې شکایتونه زیاتیږي او خلک یې پر خدماتو نیوکې کوی.

The post له مخابراتي سکتور څخه ناراضۍ؛ ولسمشر د معلوماتي ټیکنالوژۍ عالي شورا جوړوي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/له-مخابراتي-سکتور-څخه-ناراضۍ؛-ولسمشر-د/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading